به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

په یوه مهمه پرمختیا کې، پاکستان او افغانستان د قطر په دارالخلافه دوحه کې د لوړې کچې خبرو وروسته، په سمدستي اوربند (جنګ‌بندۍ) باندې سلا شوي ده. دواړو ګاونډیو هیوادونو وعده کړې چې د یو بل خپلواکۍ ته به درناوی کوي. د نورو خبرو لپاره به دوی د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په استنبول کې بیا سره ګوري.
​د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، د اتوار (یکشنبې) په ورځ په ‘ایکس’ (پخواني ټویټر) باندې یو پوسټ کې دا پرمختګ اعلان وکړو او ویې ویل: “د اوربند تړون وروستی شو. له افغان خاورې څخه پر پاکستان د ترهګریزو بریدونو لړۍ به سمدستي ودرول شي. دواړه ګاونډي هیوادونه به د یو بل خاورې ته درناوی کوي.” هغه په دې تړون کې د مرستې لپاره د قطر او ترکیې څخه مننه هم وکړه.
​د افغان طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم یو بیان خپور کړو چې په دوحه کې د خبرو اترو پای ته رسیدل یې تائید کړل. چې د دوه اړخیز تړون په لاسلیک سره پای ته ورسیدې. د تړون له مخې، دواړو خواوو یو ځل بیا وعده وکړه چې سوله، متقابل درناوی، او پیاوړې ګاونډي اړیکې به ساتي. په دې کې دا هم منل شوې چې هیڅ یو هیواد به د بل خلاف څه دښمنانه اقدام نه کوي او نه به د پاکستاني حکومت پر ضد حمله کوونکو ډلو ملاتړ کوي.
​د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، هم د دې تړون هرکلی وکړو او هغه یې “سم لوري ته لومړی ګام” وباله. هغه هیله څرګنده کړه چې د استنبول په راتلونکې غونډه کې به له افغان خاورې څخه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یو “ټینګ او د باور وړ څارنې میکانیزم” جوړ شي.
​یادونه وشي چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان او افغانستان په پوله (سرحد) کې ترینګلتیا (کشمکش) زیاته شوې وه، چې وروسته د قطر په اسانتیا او د ترکیې په منځګړیتوب، دا خبرې اترې ۱۳ ساعته روانې وې. دواړو هیوادونو د اوربند د پایداره پلي کیدو لپاره په راتلونکي کې پر نورو غونډو هم سلا کړې ده.

نور ولولئ