د پاکستان این ډي ایم ای(NDMA) پوځ او نور دولتي ادارې په سېلاب ځپلو سیمو کښې مرستندویه اپریشن ترسره کوي.
د نهي (سه شنبې) په ورځ د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ، آيي ایس پي آر د مشر او د این ډي ایم اے (NDMA) د مشر سره په یوه ګډ پریس بریفنګ کښې د هېواد د موسمي بارانونو او سېلابونو په اړه معلومات شریک کړل. دوی وویل چې تر اوسه په ټول هېواد کښې د بارانونو او سېلابونو له امله ۶۷۰ کسان مړه شوي او ۱۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د این ډي ایم اے (NDMA) مشر وویل چې ډېر ورک شوي خلک موندل شوي او د شمالي سیمو د کنګلونو (ګلیشیئرز) ویلې کېدو او د ځینو ځایونو د کلاوډ برسټ له امله سېلابونه راغلي.
عطاء الله تارړ وویل چې د لومړي وزیر په لارښوونه په سېلاب ځپلو سیمو کښې مرستې ګړندۍ شوې دي. هغه زیاته کړه چې تر اوسه ۲۵،۰۰۰ کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او د سېلاب په اړه معلومات په وخت خلکو ته رسول کیږي.
د ایس پی ار (ISPR) مشر وویل چې د پوځ د مشر په لارښوونه په سېلاب ځپلو سیمو کښې مرستندویه اپریشن روان دي.
تر اوسه ۶،۹۰۳ کسان ژغورل شوي او ۶،۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ته مرسته رسیدلې ده. پوځ په خیبر پښتونخوا کښې د درملنې ۹ کېمپونه جوړ کړي اود ډاکټرانو ټیمونه یې هم هلته لېږلي دي.
د این ډی ایم اے مشر خبرداری ورکړ چې د اګست تر ۲۳مې پورې د بارانونو اووم پړاو به نور هم تېز شي او په دې اړه ټول تیاریونه نیول شوي دي. د پي ایم راشن پیکج لاندې درمل او خوراکي توکي په پنځو ضلعو کښې ویشل کیږي.