به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د مرستیال کمیشنر په وینا د صوابۍ په سیمه دالوړۍ کښې د بارانونو له امله د وریځو د چاودېدو(cloud burst) په پیښه کښې تر دې مهاله دیارلس مړي موندل شوي دي.

​کمشنر وینا کړې ده چي په صوابۍ کښې د ملبې لاندې د نورو کسانو د را ایستلو لپاره اوه ایکسویټرې، شپږ ایمبولانسونه، دوه ژغورنې ګاډي او د ژغورنې ډلې (ریسکیو ۱۱۲۲) ، د پاکستاني پوځ او ټی ایم ای کارکوونکي په اپریشن کښې مشغول دي.

​اسسټنټ کمشنر ویلي دي چې په دې قدرتی آفت کښې ټول اوولس کسان مړه شوي. په دې کې ماشومان او میرمنې هم شاملې دي.

​اسسټنټ کمشنر ویلي چي په دې پیښه کښې څلور کسان په سرکوی او دیارلس په داروړی کښې مړه شوي دي.

​ا سسټنټ کمشنر زیاته کړه چي صوابۍ ادارې د آفت ځپلو خلکو لپاره دیرش بسترې، دیرش خیمې او ۶۷ مچهر دانۍ ویشلي دي.


بل خوا د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان اپر کښې سخت بارانونه ورېدلي. چې له امله یې سیلاب راغلی او د ټانک په لور روان دی. سیلاب څو پُلونه له ځانه سره وړي دي.

​د جنوبي وزیرستان اپر په سرویکۍ تحصیل کښې ډېر سخت بارانونه ورېدلي. د بارانونو وروسته سیلاب راغلی. سیلاب د سپلاتوۍ او مدینې موړ پُلونه له ځان سره وړي دي. دې سیلاب د سیند پر غاړه ولاړ څو کروندې هم خرابې کړي دي. ځایي خلک وايي چې سیلاب د ټانک په لور روان دی. نو هغه خلک چې د سیند غاړې ته نږدې دي. باید هغه خوندي ځایونو ته لاړ شي.

بل خوا د صوبي بلوچستان په بختیارآباد، سبی، او لهړي سیمو کښې سختو طوفاني بارانونو سخت زیانونه جوړ کړي دي. د باران اوبه کورونو ته ننوتلې او خلک یې سخت په تکلیف کړي دي. د اوبو د ایستلو د ښه سیسټم د نشتوالي له امله د بختیارآباد کوڅې په سیندونو بدلې شوې دي.

​د ناړي او لهړي سیندونو کښې د سیلاب اوبه له حد زیاتې شوې دي. د اوبو لګولو ديپارټمنت (Irrigation Department) له مخې له ناړي سیند څخه د ۸۰۰۰۰ کیوسکه اوبو او له لهړي سیند څخه د ۶۲۰۰۰ کیوسکه اوبو سیلابي څپه تېرېږي.

​د غرونو په لړیو کښې د بارانونو له امله د سیلاب نورو څپو د راتلو وېره هم شته. ضلعي اداره (District Administration) وایي چې د دې سیلابونو له امله یې خبردارۍ (الرټ) جاري کړی او ټولو څانګو ته یې د لازم اقداماتو کولو لارښوونه کړې ده.

​ضلعي ادارې په خلکو غږ کړی چې د سیندونو او ویالو په شاوخوا سیمو کښې اوسېدونکي دې احتیاط وکړي او په څه بیړني حالت کښې دې له لیویز کنټرول روم سره اړیکه ونیسي. ټولو ادارو ته د بیړنیو حالاتو لپاره چمتووالی نیولو خبر ورکړل شوی دی.

نور ولولئ