د خالي په ورځ د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع کښې امنیتي ځواکونو د زرګرۍ په سیمه کښې د ترهګرو پر ضد یو لوی عملیات پیل کړل. په دې عملیاتو کښې د هنګو د ضلعې د پولیسو مشر (DPO) خالد خان او د دوآبې تاڼېSHO نبي خان په ګډون یو شمیر سرتیري ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کښې تر اوسه ۹ ترهګر وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا ترهګرو د هنګو په شناوړي زرګرۍ سیمه کښې په یو جومات کښې پټ شوي وو او له هغه ځایه یې پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې. د ټل سکاوټس، ایف سي، پولیسو او سي ټي ډي ځواکونو په زړورتیا سره ځوابي برید وکړ. چې په پایله کښې یې د دوو ساعتونو راهیسې سخته ډزې روانې وې.
د پولیسو چارواکو ویلي چې په عملیاتو کښې د هنګو DPO محمد خالد په ګډون نور لوړ پوړي افسران هم موجود وو. په دې عملیاتو کښې د ډیرو ترهګرو د وژل کیدو او ټپي کیدو راپورونه شتون لري. خو د عملیاتو تر بشپړیدو پورې د وژل شویو کسانو دقیق شمیر تایید کول ممکن نه دي. په سیمه کښې د امنیتي ځواکونو عملیات لا هم دوام لري.
د دې پیښې په اړه د خیبر پښتونخوا پولیسو عمومي مفتش رسنیو ته ویلي چې د DPO ژوند له خطر څخه بهر دی او د ترهګرو پر وړاندې به عملیات دوام وکړي.