د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعي کښې په تېره یوه میاشت کښې په پولیس تاڼو د ډرون (کواډ کاپټر) بریدونه زیات شوي دي.
په تازه پېښه کښې د خالي (شنبې) په ورځ وسله والو یو ځل بیا د مریانو تاڼه په کواډ کاپټر ویشتلې ده. خو د پولیسو پر وخت اقدام د یوه لوی زیان مخه ونیوله.
د پولیسو سرچینو په وینا د کواډ کاپټر لخوا پر تاڼې د چاودیدونکو توکو مرمۍ غورځول شوې وه. خو پولیسو سمدستي غبرګون وښود او چاودیدونکي توکي یې په هوا کښې له کاره وغورځول. په دې برید کښې د څه ځاني یا مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
د یادولو وړ ده چې دا پر همدې تاڼې دویم پرله پسې ډرون برید دی. پرون هم پر همدې تاڼې وسله والو ډرون برید کړی و. چې په پایله کښې یې ۲ پولیس افسران ټپیان شوي وو.
په بنو کښې په تېره یوه میاشت کښې پر پولیسو تاسیساتو دا پنځم ډرون برید دی. چې له امله یې د پولیسو د ژوند او مال خوندیتوب ته خطر پیدا شوی او پولیسو تاسیساتو ته هم زیان رسېدلی دی.
د دې پرله پسې بریدونو وروسته امنیتي ادارو په ښار کښې خبرداری ورکړی او د ډرون بریدونو سره د مبارزې لپاره پر ستراتیژۍ غور کیږي.