د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې د پاکستان او هند ترمنځ په وروستیو جګړو کښې پنځه جنګي الوتکې ویشتل شوې دي. هغه دا خبره په سپینه ماڼۍ کښې د جمهوري غوښتونکو وکیلانو سره د شپې په مېلمستیا کښې وکړه. خو نور جزیات یې ورنه کړل.
ټرمپ وویل چي په حقیقت کښې الوتکې له هوا څخه غورځول کېدې. پنځه، پنځه، څلور یا پنځه، خو زما په اند په حقیقت کښې پنځه جیټ الوتکې ویشتل شوې.
دا شخړه د اپریل په میاشت کښې د هند تر قبضې لاندې جمو او کشمیر کښې د وسله وال برید وروسته پیل شوه او د مې په ۷ مه د پام وړ زیاته شوه.
هندي جیټ الوتکو په پاکستان کښې پر څو ځایونو بمبار وکړ. چې په پایله کښې یې د جنګي الوتکو، توغندیو، ډرون او توپخانې شدید تبادله وشوه.
دا جګړه څو ورځې روانه وه او په لسګونو کسان پکې ووژل شول. مخکې له دې د مې په ۱۰ مه د امریکا په جزوي منځګړیتوب اوربند نافذ شو.
پاکستان د شپږو هندي الوتکو د ویشتلو مسوولیت ومانه. په داسې حال کښې چې یوه لوړ پوړي هندي جنرال وروسته وویل چې هند له لومړنیو زیانونو وروسته خپله ستراتیژي بدله کړه او د اوربند څخه مخکې یې پرمختګ وکړ.
ټرمپ په مکرر ډول د اوربند ویاړ ځان ته کوي کوم چې هند ردوي او وایي چې د شخړې حل د دواړو هیوادونو ترمنځ په مستقیم او له بهرني مداخلې پرته ترسره شوی.
د هند له دریځ سره سره د امریکا ولسمشر د وضعیت په کمولو کښې په خپل رول ټینګار کوي.
د هند تر غیرقانوني قبضې لاندې جمو او کشمیر کښې د اپریل په برید کښې ۲۶ کسان وژل شوي وو. چې د ایټمي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ یې تاوتریخوالی د پام وړ زیات کړی و.
نوي ډیلي د دې برید پړه پر پاکستان اچولې وه کوم چې پاکستان په کلکه رد کړه او د یوې خپلواکې څیړنې غوښتنه یې وکړه.