به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د تورخم پوله به د چارشنبې په ورځ پرانستل شي وروسته له هغې چې د پاکستاني او افغان چارواکو ترمنځ بریالۍ خبرې وشوې چې د ۲۵ ورځو تړل کیدو ته به د پای ټکی کیږدي.

د چارشنبې په ورځ د افغانستان په لوري د کسټم په سټیشن کښې د پاکستاني او افغان چارواکو ترمنځ د بیرغ غونډه وشوه. دواړو خواوو سمدستي د چارشنبې په ورځ په ۴ بجو د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د پولې پرانستلو سره موافقه وکړه.

په داسې حال کښې چې طبي ناروغان به سمدستي له پولې تیریدل پیل کړي. پوله به یوازې د جمعې په ورځ د پیاده تګ راتګ لپاره خلاصه شي.

د پاکستاني پلاوي مشر سید جواد حسین کاظمي د سهشنبې په ورځ وویل چې دواړو خواوو بریالي مذاکرات کړي او پوله به بیا خلاصه شي.

کاظمي دا هم وویل چې افغان لوري په هغه صفري نقطه کښې د پوسټو د جوړولو کار بندولو ته غاړه ایښې ده. او له هم دې ځایه دا شخړه شروع شوې وه.

د تورخم پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ له اتو سرحدي لارو څخه یوه ده او په دواړو خواوو کښې په زرګونو سوداګریز موټر او پیاده خلک ترې تګ راتګ کوي.

دا ستونزه د فرورۍ په ۲۱ مه پیل شوه. کله چې پاکستاني چارواکو له خپلو افغان سیالانو وغوښتل چې د پولې په صفري نقطه کښې د پوسټ جوړول ودروي.

خو افغان لوري د جوړولو د بندولو پر ځای چېک پوسټ جوړ کړو او پاکستان یې دې ته مجبور کړ چې پوله وتړي او خپل کارمندان وباسي. له هغې وروسته په ورځو کښې سختې نښتې هم وشوې چې درنې وسلې پکې استعمال شوې.

دواړو خواوو څو ځلې خبرې وکړې خو تر سه شنبې پورې ئي څه حل وه نه موندل شو. پاکستاني پلاوي د داخلي اختلافاتو له امله هم له ستونزو سره مخ وی.

نور ولولئ