هند سره له دې چې ځان د ایران دوست او ستراتیژیک ملګری بولي. د ایران او اسراییلو په شخړه کښې یې د تهران ملاتړ ونه کړ. د دې چوپتیا او پټو کړنو یې د دوی د ادعا شوې دوستۍ بې ایماني په ډاګه کړه.
له ایران سره د هند اړیکې هېڅکله پر ریښتینې ملګرتیا ولاړې نه وې بلکې په حقیقت کښې د پاکستان د ماتولو او د ترهګري په ملاتړ د ایران له خاورې څخه د بې ثباتۍ رامنځته کولو لپاره ډیزاین شوې وې.
کله چې د اړیکو د پیاوړتیا ازمایښت وخت راغی نو هند لومړی و چې ایران یې وشاړه. راپورونه ښیي چې هند له مرستې کولو پرته په حقیقت کښې د موساد سره د دوی د استخباراتي عملیاتو په ترسره کولو کښې په فعال ډول مرسته کړې.
په تېرو کلونو کښې هند د چابهار بندر او نورو همکاریو په اړه ډېره خبره وکړه. خو کله چې ایران له رښتیني جیوپولیټیکي فشار سره مخ شو. په چوپتیا سره یې ترې شاتګ وکړ.
د اسراییلو پر ایران د بریدونو پر مهال هند د پیوستون پر ځای چوپتیا غوره کړه او د تهران سره یې د لسګونو کلونو ادعا شوې دوستۍ پر ځای له تل ابیب سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړ.
د اسراییلو پر برید د هند غندنې څخه انکار د لوېدیځ اسراییلي بلاک په لور د دې ښکاره تمایل څرګند کړ. چې په مسلمانه نړۍ کښې یې خپل اعتبار زیانمن کړ.
له ایران سره د درېدو پر ځای د هند استخباراتي ادارې RAW په دې تورنه ده چې د تهران د ګټو پر ضد یې له موساد سره همکاري کړې ده.
د ایران له خوا د ۷۲ هندي عملیاتي کسانو نیول چې پر اسراییلو د حساسو معلوماتو د لیکولو په شک نیول شوي دي. د یوه ادعا شوي ملګري لخوا ژور خیانت په ګوته کوي.
د ایران امنیتي ادارو راپور ورکړی چې د هند جاسوسي عملیات یې موندلي چې په ایران کښې د اسراییلي اهدافو په نښه کولو کښې یې مرسته کړې ده.
د ایران په بې ثباته کولو کښې د هند پټ رول ښیې چې د دوی ډیپلوماسي معاملاتي ده او د ستراتیژیکو خپلو ګټو پر بنسټ ولاړه ده. نه دا چي د اصولي اتحادونو پر بنسټ ولاړه ده.
په نړیواله کچه کښې هند په بشپړه توګه بې اهمیته پاتې شو. د ایران او اسراییلو پر کړکیچ د جي۷ په خبرو اترو کښې یې هیڅ رول یا غږ نه درلود.
ایران باید له هند سره خپله ښکیلتیا له سره و ارزوي ځکه چې هند په وار وار تهران د پاکستان ضد خپلې پراخې ایجنډا کښې د یوې مہرې په توګه کارولی دی.
د هند دوه مخیتوب په ډاګه کوي چې ولې پرې د سیمه ایز شریک په توګه باور نشي کیدای. نه د ایران لخوا او نه د هغه هیواد لخوا چې خپلواکي او وفاداري ته ارزښت ورکوي.