به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د بنو په ګل نواز روغتون کښې یوې نرسې د روغتون د یوه کارکوونکي له ځورونې تنګه شوه او زهرجن ګولۍ یې وخوړلې. چې له امله یې خپل ژوند پای ته رسولی دی.

د مړې شوې نرسې ورور د بنو ټاون پولیسو ته ویلي دي چې خور یې په روغتون کښې د یوه بل کارکوونکي له ځورونې څخه په تنګ راتلو وروسته ځان وژنه کړې ده.

د هغه په وینا د روغتون د کارکوونکي عتیق الرحمن له لوري د ځورونې پیغامونه د هغې په موبایل کښې شته.

د مړې شوې نرسې ورور خپل راپور کښې پولیسو ته نور ویلي دي چې خور یې په خلیفه ګل نواز روغتون کښې وه او د روغتون په هاسټل کښې اوسېده.

د هغه په وینا دوی ته خبر ورکړل شو چې خور یې د غنمو ساتلو لپاره کارېدونکې زهرجنې ګولۍ خوړلې او ځان وژنه یې کړې ده. وروسته معلومه شوه چې خور یې د سهار په ډیوټۍ کښې په ICU وارډ کښې وه او د ډیوټۍ پر مهال یې د ځان وژنې په نیت ګولۍ خوړلې وې.

هغه نور ویلي چې دوی ته معلومه شوي چې د روغتون کارکوونکي (تورن عتیق الرحمن) خپل موبایل فون څخه د واټس اپ له لارې د ځورونې پیغامونه استولي وو. چې له امله یې هغې په تنګ راتلو سره د ځان وژنې وروستی ګام پورته کړی دی.

پولیسو د پېښې په اړه ورځنی راپور درج کړی او نورې پلټنې یې پیل کړې دي. د ټاون شپ تاڼې ایس ایچ او عصمت الله ویلي چې د پېښې تحقیقات روان دي او د روغتون د کارکوونکو بیانونه اخیستل کېږي.

د MTI بنو ویاند نعمان خان ویلي چې دا پېښه د شنبې په ورځ شوې ده. انټرني نرس چې د خلیفه ګل نواز روغتون په ICU کښې په ډیوټۍ وه. د ډیوټۍ پر مهال یې روغتیايي حالت خراب شو او سمدستي ایمرجنسۍ ته ولېږدول شوه. په هغه وخت کښې معلومه شوه چې هغې یو څه زهرجن شی خوړلی دی. طبي کارکوونکو پوره هڅه وکړه خو هغې ژوند ونه ساته. وروسته معلومه شوه چې هغې د غنمو ساتلو لپاره کارېدونکې د حشراتو ضد زهرجنې ګولۍ خوړلې وې.

د پوسټ مارټم راپور کښې هم دا ثابته شوې ده چې هغې زهرجنې ګولۍ خوړلې وې. چې له امله یې مړه شوې ده.

د ویاند په وینا د MTI بنو ادارې یوه تحقیقاتي کمیټه جوړه کړې ده. چې پلټنه به کوي چې د هغې د ځان وژنې لامل څه و.

پر دې سربېره پولیس هم پلټنې کوي. هر کله چې پلټنې بشپړې شي نو ټول حقایق به څرګند شي.

نور ولولئ