په یوه ناڅاپي پرمختګ کښې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له مشر (COAS) فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره په سپینه ماڼۍ کښې د غرمې ډوډۍ ته کوربهتوب وکړي. دا ناسته چې د ټرمپ په رسمي مهال وېش کښې تایید شوې ده. د کابینې په خونه کښې به ترسره شي او له مطبوعاتو به پټه وي.
دا بلنه د پاکستان لپاره یوه مهمه ډیپلوماټیکه بریا بلل شوې ده. په ځانګړي توګه د هندي پلاوي او د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ترمنځ له وروستۍ ناستې وروسته چې په هندي رسنیو کې یوه ډیپلوماټیکه بریا وبلل شوه. اسلام آباد چارواکي د سپینې ماڼۍ د غرمې ډوډۍ د دغو خبرو په وړاندې یو مستقیم ځواب بولي.
د ناستې سمبولیک اهمیت
دا ناسته د پاکستان او هند ترمنمنځ د تېرې میاشتې د هوايي جګړې په شرایطو کښې هم سمبولیک اهمیت لري. چې سیمه یې په خطرناک ډول ایټمي جګړې ته نږدې کړه. فیلډ مارشل منیر چې په دې وروستیو کښې یې پنځه ستوري رتبه ترلاسه کړې. د ۱۹۵۹ کال راهیسې په پاکستان کښې دا لومړی داسې ترفیع ده. اوس مهال امریکا ته په پنځه ورځني رسمي سفر بوخت دی.
د منیر څرګندونې او لیدنې
منیر د خپل سفر په ترڅ کښې په ښکاره وویل او هند یې وغوښتل چې له پاکستان سره د متمدن ملت په توګه چلند وکړي او دا هندي ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې پاکستان د وروستي ترهګریز برید مسول دی. هغه یوه لویه پاکستاني – امریکايي غونډې ته هم وینا وکړه او له اسراییلو سره یې په جګړه کې د ایران پیاوړی ملاتړ څرګند کړ. په ورته وخت کښې یې د شخړې د کمولو لپاره د امریکا له هڅو هم ملاتړ وکړ.
د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او همکاري
دغه سفر د پاکستان او امریکا ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کښې پیاوړې شوې همکاري هم په ډاګه کړې. په ځانګړې توګه د اسلامي دولت خراسان (IS-K) ډلې پر وړاندې مبارزه هم په ده کښي شامله ده. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا د لسګونو IS-K وسله والو په وژلو او د لوړ ارزښت لرونکو کسانو په نیولو کښې د پاکستان رول وستایه. چې په کابل کښې د ابي ګېټ چاودنې یو مهم طراح هم پکې شامل دی. جنرال کوریلا په ځانګړي توګه یادونه وکړه چې فیلډ مارشل منیر شخصاً هغه ته د نیول کیدو خبر ورکړی.
سره له دې چې په پاکستان کښې امنیتي ننګونې دوام لري. په تېرو کلونو کښې څه د پاسه ۱۰۰۰ ترهګریز بریدونه شوي دي. خو جنرال کوریلا پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅو کښې یو په زړه پورې شریک بللی دی. فیلډ مارشل منیر په خپلو لیدنو کښې ملي اقتصاد ته د بهر میشتو پاکستانیانو د مرستو له امله د پاکستان مننه کړې. په داسې حال کښې چې د کورني سیاست په اړه له مستقیمې خبرې اترې ډډه شوې ده.
