د پاکستان د وزیراعظم مرستیال او خارجه وزیر اسحاق ډار سبا د شنبې په ورځ کابل ته یوه ورځنی سفر کوي.
په اسلام اباد کښې د خارجه وزارت ویاند شفقات علي خان د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې ښاغلی دار به په افغانستان کښې د پاکستان او افغانستان د ټولو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
ویاند وویل چې ښاغلی دار به د افغانستان له سرپرست وزیراعظم د اقتصادي چارو له مرستیال او د افغانستان له خارجه وزیر سره هم په ډله ییزه توګه خبرې وکړي.
ده وویل چي په دې خبرو کښې به د پاکستان او افغانستان ټول اړخونه شامل وي. چې په ټولو مهمو برخو لکه امنیت، سوداګري، اړیکې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې ټینګول شامل دي.
خان زیاته کړه چي د وزیراعظم مرستیال دا سفر د افغانستان له ورور هېواد سره د پاکستان د دوامداره اړیکو د زیاتولو ژمنه څرګندوي.
د پنجشنبې په ورځ ښاغلي دار اعلان کړی و چې کابل ته د هغه د سفر لپاره تیاریانې روانې دي. هغه زیاته کړې وه چې دا سفر به له افغانستان سره د پاکستان په وروستیو کلونو کښې د را منځ ته شوي کړکیچ په حل کښې مرسته وکړي.
دا سفر په داسې حال کښې کیږي چې پاکستان افغانستان ته د کډوالو د بیرته ستنولو دویم پړاو پیل کوي. دا په داسې حال کښې هم کیږي چې اسلام اباد په پرله پسې توګه دا څرګندونې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ لیبریشن آرمي په ګډون ترهګر په افغانستان کښې خوندي ځالې لري.