به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیرانو د مجلس سینیټر محمد اسحاق ډار د نیویارک په یوه غونډه کې د پاکستاني مهاجرینو سره مخامخ شو. په دې غونډه کې یې د پاکستان په اقتصادي پرمختګونو او د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې د هېواد د هڅو په اړه خبرې وکړې. 

دغه غونډه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې لوړې کچې غونډې او د اسلامي همکارۍ سازمان (او آيي سي) سفیرانو ته د بریفینګونو په بهیر کې ترسره شوه. سینیټر ډار ټینګار وکړ چې پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې او د ګټورې انویسمنټ لپاره د یو خاص څاپیریال د رامنځته کولو په برخه کې ډیرې هڅې کوي. 

سینیټر ډار وویل چې د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې د پاکستان هڅې ډیرې بریالۍ دي او دا چاره د یوه محفوظ او سوداګریز چاپېریال د رامنځته کولو لامل شوې ده. هغه د انوسټمنټ، صادراتو او اقتصادي فعالیتونو کې د ودې په اړه هم خبرې وکړې او وویل چې دا ټول د پاکستان د اصلاحاتو ثمره ده. 

د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د اقتصاد د پیاوړتیا او بهرنۍ انوسټمنټ د را نیولو لپاره څو اقتصادي پروګرامونه هم وړاندې کړل. هغه د “پاکستان سینګل ونډو” په نوم د یوه ځانګړي ډیجیټل پلیټ فارم او د “سپیشل انوسټمنټ فیسیلیټیشن کونسل” (SIFC )په اړه هم وویل چې دا د سوداګرۍ او سیمه ییز اقتصادي همکارۍ د اسانولو لپاره ډیر مهم دي. 

په دې غونډه کې د پاکستان د ملګرو ملتونو په استازیتوب کې د تلپاتې استازي سفیر منیر اکرم، د تلپاتې استازي مرستیال سفیر عاصم افتخار، د امریکا سفیر رضوان سعید شیخ او د نیویارک قونسل جنرال عامر احمد اټوزي هم ګډون يي وکړ.

سینیټر ډار د پاکستاني مهاجرینو د هېواد د ودې او نړیوال مقام د پیاوړتیا په برخه کې د هغوی د ګډون اهمیت یادونه وکړه او هغوی ته یې وویل چې د هېواد د حکومت په اصلاحاتو کې د هغوی مرسته ډیره ارزښت لري. هغه د پاکستاني مهاجرینو ته دا هم وویل چې حکومت به د هغوی د اندیښنو د حل او د هېواد د ودې په پروګرامونو کې د هغوی د ګډون د اسانولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي. په پای کې د پوښتنو او ځوابونو یوه غونډه هم ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (یو این ایس سی) یوه غونډه د “ملټی لیټرل پریکټس: د نړیوال حکومتدارۍ اصلاح او ښه کول” په نوم ترتیب شوې ده. دا غونډه د چین له خوا تنظیم شوې ده چې اوس د امنیت شورا د راتلونکې دورې ریاست لري. دا غونډه به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په مشرۍ ترسره شي او د سه شنبې په ورځ به وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر (Foreign Office) په یوه بیان کې ویل شوي دي چې محمد اسحاق ډار به “د ملټی لاټریزم د اصولو او د ملګرو ملتونو د مرکزي رول په اړه د پاکستان کلکه وعده بیا تاکید کړي، چې دا رول د نړیوالې سولې، امنیت او د تلپاتې پرمختګ د پیاوړتیا لپاره دی.”

نور ولولئ