د خیبر پښتونخوا حکومت په کورمه ضلع کې د بلې عملیاتو لپاره تیاری شروع کوی. له هغې وروسته چې د نا معلومو وسله والو کسانو په برید کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول، چې پکې پنځه امنیتي پرسونل هم شامل وو. لږ تر لږه ۱۵ کسان په دې برید کې ټپیان شوي دي.
چارواکو د دوشنبې په ورځ له هنګو څخه شاوخوا شپیته لارۍ کورمې ته واستولې چې د خوراکي چیژونو او درملو بار یې دې ګوښه شوې ضلعې ته وړې. خو یوازې نهه لارۍ ترتیب شوی وی چې کورمې ته ورسیږي او لږ تر لږه ۲۰ بیرته تهل ته واستول شوې.
د پولیسو په وینا، ډیری بیرته تلونکې لارۍ په لاره کې لوټ شوې. څو لارۍ له لوټلو وروسته وسوځول شوې.
د وسله والو په لومړي برید کې، یو ډریور او یو امنیتي چارواکی ووژل شول. درې ډریوران هم ټپیان شول. امنیتي ځواکونو د چورلکې په مرسته ځوابي ډزې وکړې. لږ تر لږه اته کسان، چې دوه یې ښځې وې، د امنیتي ځواکونو په ډزو ټپیان شول.
کله چې د بند پاتې لارۍ او امنیتي پرسونل د ژغورنې عملیات شروع کړل، وسله والو بیا پر امنیتي ځواکونو برید وکړ. لږ تر لږه د امنیتي ځواکونو درې موټر وسوځول شول، په داسې حال کې چې څلور امنیتي پرسونل ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر سیف وویل چې حکومت پریکړه کړې چې د هغو وسله والو پر ضد به ‘سخت اقدام’ وکړي چې د دوشنبې په ورځ یې په کاروان برید وکړ او لوټ یې کړ. هغه زیاته کړه چې دا اقدام به په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې په نښه شي چیرې چې په کاروان برید شوی و.
دا کاروان په تیره یوه هفته کې لومړی و چې کورمې ته یې سفر کاوه او سخت امنیت یې ورسره و. دا کاروان وروسته له هغې روان شو چې د خیبر پښتونخوا د کابینې غونډې ته وویل شول چې په ضلع کې د ضروری چیژونو کمښت نشته.
کورمه له تیرو څلورو میاشتو راهیسې د شیعه او سني قبیلو ترمنځ د وسله والې جګړې له امله د هیواد له نورو برخو څخه جلا شوې ده .دې ضلعې ته د مرستو کاروانونه څو ځله د تهل-پاړه چنار په لویه لاره کې تر برید لاندې راغلي دي، چې دا دې ضلعې ته اصلي سړک دی. سره له دې چې حکومت د جرګې له فیصلي وروسته په ضلع کې د سنګرونو د ړنګولو او د وسلو د ضبط کولو عملیات شروع کولو نه روستو هم امن نور هم مشکل دی.