پاکستاني امنیتي ځواکونو د شمالي او جنوبي وزیرستان په ضلعو کې پاک-افغان سرحد ته نږدې د ترهګرو پر پټنځایونو دقیق او تایید شوي بریدونه کړي دي. دا ترهګرو ډلې د ‘ګل بهادر ګروپ’ سره تړاو لري. چې هغوی ته “خوارج” هم ویل کیږي.
سرکاري سرچینو وایي، له بریدونو مخکې په ۴۸ ساعته اوربند کې، په افغانستان کې میشتو اورپکو هڅه وکړه چې په پاکستان کې څو بریدونه وکړي. خو امنیتي ځواکونو ټولې هڅې شنډې کړې. په دې ځوابي عملیاتو کې له ۱۰۰ ډېر اورپکې وژل شوي دي.
د ‘ګل بهادر ګروپ’ په شمالي وزیرستان کې د موټر بم (VBIED) په واسطه یو لوی برید هم کړی وو. چې له امله یې یو پوځي سرتېری شهید او څو ملکي وګړي ژوبل شوي وو.
د دې ترهګریزو کړنو په ځواب کې، پاکستاني ځواکونو تېره شپه د تایید شویو استخباراتي معلوماتو په بنیاد په نښه شوي هوايي بریدونه وکړل. ویل کیږي چې په دې دقیقو بریدونو کې ۶۰ تر ۷۰ اورپکې وژل شوي. چې د دې ډلې یو شمېر لوړپوړي مشران هم په کې شامل دي.
چارواکو دا راپورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې په دې بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. هغوی ویلي چې دا ادعاوې دروغ دي او مقصد یې له افغان خاورې څخه فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو ته د خواخوږۍ پیدا کول دي.
پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې په سیمه کې اوږد مهاله سوله یوازې د خبرو اترو او د افغان چارواکو له خوا پر غیر دولتي عناصرو د اغېزمن کنټرول له لارې ترلاسه کیدای شي. پاکستان پر هند هم تور پورې کړی چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ مالي ملاتړ کوي.
چارواکو روښانه کړه چې که څه هم پاکستان د سولې هیله لري، خو د خپلو پولو او خلکو د ساتنې حق لري. هغوی په واضحه ټکو کې وویل چې هغه ترهګر چې د پاکستان د برید لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کوي، په ارامه ژوند کولو ته به پرې نه ښودل شي.