به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په دوحه کې خبرې پیلېږي .د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د  کړکېچ کمولو هڅو په لړ کې، نن د خالی په ورځ (شنبې) په قطر کې د دوحې په دارالخلافه کې مذاکرات پیلېږي. د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلې ده چې د دواړو لوریو پلاوي نن دوحې ته رسېږي.

په افغان پلاوي کې سخت درېځه مشران شامل دي.

​د معلوماتو له مخې، په افغان پلاوي کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب شامل دی. ملا یعقوب داسې څوک بلل کېږي چې د پاکستان په اړه سخت دریځ لري. د استخباراتو ادارې مشر ملا واثق او نور غړي هم په پلاوي کې شته.

​پاکستان تر اوسه د دې خبرو په اړه څه رسمي بیان نه دی ورکړی. خو سرچینې وايي چې د پاکستان لوړ پوړي چارواکي به هم په دې مذاکراتو کې برخه واخلي.

د هند نږدېوالی او ترهګري

​د پاکستان او افغانستان پر چارو نظر لرونکي خبریال ریاض خان د دې خبرو په اړه وویل: “د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېر ښه تعلقات وو، خو پر پوله بریدونو، په ټي ټي پي (TTP) کې د افغان وګړو ګډون او له هند سره د افغانستان د اړیکو ډېرېدو دا اړیکې خرابوي.”

​ریاض خان زیاته کړه چې هند په مستقیم ډول پر پاکستان برید نه شي کولی، نو ځکه یې د ‘پراکسي’  جګړې له لارې خپل هدفونه ترلاسه کوي. هغه یادونه وکړه چې افغان طالبانو د دوحې په تړون کې وعده کړې وه چې خپله خاوره به د بل هېواد خلاف نه استعمالوي.

​د خان په وینا: “نو د خبرو اصلي ټکی همدا ښکاري او زه فکر کوم چې مثبتې پایلې به ولري.” هغه د دواړو ګاونډیو هېوادونو خرابې اړیکې زیانمنې وبللې او ویې ویل چې دا به د سوداګرۍ په برخه کې هم ستونزې ډېرې کړي. هغه ټینګار وکړو چې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې د تل لپاره حل شي.

د هند له امله په اړیکو کې خرابي

​د اړیکو د خرابېدو یوه مهمه وجه د هند زیاتېدونکی نږدېوالی بلل کېږي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر په ۹مه نېټه هند ته تللی و. څېړونکي وايي چې دا له واک ته رسېدو وروسته هند ته د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر و. شنونکي وايي چې هند د پاکستان ازلي دښمن دی او له افغانستان په څېر ګاونډي هېواد سره د هند لیدنې پر پاکستاني اړیکو مستقیمه اغېزه کوي.

د افغان وګړو په فتنې الخوارج کې شمولیت

​په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې د افغان وګړو لاس لرل د اړیکو د خرابېدو لویه وجه ده. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر احمد شریف چوهدري ویلي وو چې سږ کال شاوخوا ۱۶۰ افغان وګړي د “فتنۀ الخوارج” ډلې سره په ګډه وژل شوي دي. پاکستان بار بار وایي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالیږي او ترهګریز بریدونه له هغه ځایه پلان کیږي.

خواجه آصف وايي چي افغانستان د هند پراکسي ګرځېدلی دی

​د دفاع وزیر خواجه آصف په خپل دریځ کې وویل چې ‘افغانستان د هند پراکسي ګرځېدلی دی’.

​د پاکستان دفاع وزارت په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په پاکستان کې د سولې او له افغانستان څخه د نفوذ د مخنیوي لپاره د خپلو هڅو او پایلو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي:

​هڅې: د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ۴ سفرونه، د دفاع وزیر او ای ایس آی ۲ سفرونه، د خاص استازي ۵ سفرونه، د سکرټرې ۵ سفرونه، د ملي امنیت سلاکار ۱ سفر، د ګډې همغږۍ کمیټې ۸ غونډې، ۲۲۵ سرحدي غونډې، ۸۳۶ احتجاجي مراسله، ۱۳ ډیپلوماتیک احتجاجونه (ډیمارش).

​پایلې: له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۳۸۴۴ شهیدان (ملکي، پوځي، او د قانون پلي کوونکو ادارو کارکونکي په کې شامل دي)، او د ترهګرۍ ۱۰۳۴۷ پېښې.

​د دفاع وزارت وایي چې په تېرو پنځو کلونو کې له دغو هڅو او قربانیو سره سره، له کابله مثبت ځواب نه دی ترلاسه شوی. په وینا یې “اوس افغانستان د هند پراکسي ګرځېدلی دی. دا د ترهګرۍ جګړه هند، افغانستان، او ټي ټي پي په ګډه پر پاکستان تپلې ده.”

​وزارت سخت دریځ غوره کړی او وایي چې “د کابل هغه واکمن چې اوس د هند په غېږ کې ناست دي او د پاکستان پر خلاف سازشونه کوي، تر پرون پورې زمونږ په پناه کې وو او زمونږ په خاوره کې پټ ګرځېدل.”

د کډوالو ستنول او سخت دریځ

​دفاع وزارت نور هم وویل چې “پاکستان نور د کابل سره د پخواني په څېر اړیکې نه شي زغملای. ټول افغان وګړي چې د پاکستان پر خاوره شتون لري، باید خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه اوس په کابل کې د دوی خپل حکومت/خلافت دی.”

​په پای کې دا هم څرګنده شوه چې “نور به احتجاجي مراسلې یا د سولې غوښتنې نه کیږي، کابل ته به پلاوي نه ځي. د ترهګرۍ سرچینه به له هرې خوا چې وي، درنه بیه به پرې کوي.”

د خبرو اترو د اوږدېدو امکان

​څېړونکي وایي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو سره د مذاکراتو په اړه په تفصیل سره دریځ وړاندې کړی چې ډېر پړاوونه یې شوي. خو بیا هم پر پوله بریدونه او د افغانستان د خاورې کارول دوام لري.

​د اسد یوسفزۍ په وینا، “د دې ستونزو په پام کې نیولو سره داسې ښکاري چې خبرې به اوږدې شي او د پایداره پایلو لپاره به وخت ته ضرورت وي.”

​د پاکستان بنیادی غوښتنه

​د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی چې مشري یې د دفاع وزیر کوي، نن په دوحه کې د افغان طالبانو له استازو سره خبرې کوي. د خبرو تمرکز به له افغانستان څخه د پاکستان خلاف د سرحدي ترهګرۍ د ختمولو فوري ګامونه او د پاک-افغان پر پوله د سولې او ثبات اعاده کول وي.

​پاکستان د هېڅ شخړې خواهشمن نه دی، خو له افغان طالبانو چارواکو څخه غواړي چې د نړیوالې ټولنې سره کړیو خپلو ژمنو ته درناوی وکړي او د پاکستان د مشروع امنیتي اندېښنو لرې کولو لپاره د ترهګریزو ډلو، لکه فتنۀ الخوارج/ټي ټي پي او فتنۀ الخوارج/بي اېل اې پر وړاندې د تایید وړ ګامونه واخلي.

​پاکستان د قطر د منځګړیتوب هڅو ته درناوی کوي او هیله لري چې دا خبرې اترې به په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګولو کې مرسته وکړي.

نور ولولئ