به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

​ په کرکټ کې د سیاست د اغېز په اړه له پخوا نه پر هندوستان تور وو چې د لویو ټورنمنټونو په وخت کې له پاکستان سره له لوبې کولو انکار کوي او په دې توګه یې سپورټ په سیاست ککړ کړی دی. اوس افغانستان هم ښکاره ده چې پر همدې لاره روان دی. افغانستان د پاکستان راتلونکې درې اړخیزې کرکټ سیریز نه ځان وباسلو چې سری لنکا هم پکې شامله وه. دا پرېکړه داسې ښکاري چې پاکستان له خوا په افغانستان کې د سخت دریځو پر پټنځایونو د هوايي حملو سره تړلې ده.

​د کرکټ کارپوه حمزه خان خبرکده نیوز پلیټ فارم ته ویلي، “پخوا هندوستان لوبه په سیاست ککړه کړه، او اوس افغانستان هم پر همدې لاره روان دی.” نړیوالو سپورټي شنونکو تل ټینګار کړی چې په نړیواله کچه باید لوبې له سیاست نه لیرې وساتل شي.

​ د افغانستان له سیریز نه د وتلو پرېکړه وروسته له هغه راغله چې پاکستان په مبینه توګه د افغانستان په پکتیکا صوبه کې د سخت دریځو پر پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل.

 امنیتي سرچینو ویلي وو چې پاکستان د کالعدم حافظ ګل بهادر ډلې په هدف، د ارګون او برمل ضلعو او د انګور اډې پولې ته نږدې هوايي بریدونه کړي. چې پکې لسګونه جنګیالي وژل شوي دي. دا حملې په داسې وخت کې وشوې چې اسلام اباد او کابل یوازې څو ساعته وړاندې په ۴۸ ساعته اوربند د غځولو باندې سلا شوي وو.

​دا هوایي بریدونه د جمعې په ورځ په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځي کیمپ باندې د وژونکي برید په ځواب کې وو. په دغه برید کې د حافظ ګل بهادر ډلې جنګیالیو په میرعلي کې په خټې کلا کې په چاودیدونکو موادو ډک موټر د ټکر کولو هڅه کړې وه.

​د افغانستان له وتلو سره سره، د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) وایي چې له سری لنکا سره دا سیریز به د خپل ټاکلي وخت سره سم دوام وکړي. د پی سي بي ویاند عامر میر وویل چې ډیر ژر به د افغانستان پر ځای بل دریم ټیم شریک شي.

​په دی وخت کې، د اکتوبر په ۱۱ مه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو وروسته حالت نور هم ترینګلی شو. پاکستان ادعا کړې وه چې په دغو نښتو کې یې ۲۳ پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي. افغان لوري ادعا کړې وه چې دوی د پاکستان له خوا د پخوانیو هوایي بریدونو ځواب ورکړی، که څه هم اسلام اباد په رسمي توګه دا ادعا نه ده تایید کړې.

​پاکستان په پرله پسې ډول په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله والو له شتون نه اندېښنه ښودلې او له کابل نه یې غوښتي چې پر دغو ډلو اقدام وکړي. چې افغان طالبان مبینه توګه ورته “خوندي پناه ځایونه” ورکوي. خو کابل د وسله والو د ملاتړ تورونه ردوي او پاکستان ته مشوره ورکوي چې له ټي ټي پي سره مستقیمې خبرې وکړي.

​د جمعې په ورځ د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وویل چې له کابل سره د هېواد اړیکې “به پخواني پاتې نه شي” او په راتلونکې کې یې د سخت چلند اشاره وکړه. وزیر اعظم شهباز شریف هم ویلي چې که طالبان د سولې په خبرو کې جدي وي، نو باید لومړی ګام واخلي او د پولې هاخوا ترهګرۍ د ختمولو لپاره د پاکستان شرطونه پوره کړي.

نور ولولئ