تېره شپه د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعي کې، د خوارجو فتنې ترهګرو د هوید تاڼې اړوند په مزانګه چیک پوسټ بزدلانه او ناکامه حمله وکړه. خو د چیک پوسټ زړورو پولیسو ژر او په هوښیارۍ سره اقدام وکړو او د دښمن ناپاک اهداف یې شنډ کړل.
د معلوماتو له مخې، تېره شپه دریو ترهګرو په بارودي موادو ډک زرنج موټرسایکل ریکشه کې د مزانګه په چېک پوسټ باندې د حملې هڅه کوله. کله چې په چیک پوسټ کې موجودو پولیسو مشکوک حرکت ولیدو. هڅه یې وکړه چې ریکشه ودروي. خو کله چې ریکشه ونه درېده. پولیسو پرې سمدستي ډزې وکړې. د ډزو په پایله کې ریکشه په هم هغه ځای کې په یو قوي چاودنه والوته.
په چاودنه کې درې واړه ترهګر په ځای ووژل شول، خو پولیس روغ رمټ پاتې شول. البته، د چاودنې شدت له امله نژدې کورونو ته لږ زیان رسېدلی دی.
د بنو رېجن ډي آی جي سجاد خان او ډي پي او بنو سلیم عباس کلاچي د پولیسو پر وخت او زړور اقدام وستایه. دوی وویل چې د مزانګه چېک پوسټ ځوانانو د خپلې دندې، زړورتیا او مسلکي مهارت غوره مثال وړاندې کړو. دوی زیاته کړه چې دا ډول سرتیري د بنو پولیسو ویاړ دی او د دولت د دښمنانو هر بزدلانه هڅه به ناکامه کیږي. دوی دا ژمنه تازه کړه چې بنو پولیس په هر قیمت د خلکو د سر او مال ساتنې ته ژمن دي او د خوارجو فتنه غوندي عناصر د قام او ولس دښمنان دي.
ډي آی جي او ډي پي او اعلان وکړو چې په چیک پوسټ کې موجودو زړورو ځوانانو ته به نقدي انعامونه او ستاینلیکونه ورکړل شي.
له ولس څخه غوښتنه شوې چې پر خپلو چاپېریال پام وساتي او د هر ډول مشکوک کس یا فعالیت په اړه سمدستي نژدې تاڼې یا د پولیسو کنټرول روم ته خبر ورکړي. د بنو پولیسو وایي: “پاکستان زمونږ ملک، زمونږ کور دی — پولیس او ولس په ګډه کولای شي چې د ترهګرۍ په څېر فتنې په مکمله توګه له منځه یوسي” او بنو پولیس د ولس په مرسته د امن او امان د ټینګښت لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.