به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په کویټه کې د بلوچستان د وزیراعلی میر سرفراز بګټي په مشرۍ د افغان کډوالو د وتلو په اړه د مرکزي پالیسۍ د عملي کولو او د قلعه عبدالله د امنیتي حالت د ارزولو په مقصد یوه مهمه غونډه وشوه.

​په غونډه کې د کورنیو چارو څانګې چیف سیکرټری حمزه شفقات د کډوالو د وتلو او امنیتي حالاتو په اړه مکمل معلومات وړاندې کړل. هغه وویل چې صوبايي حکومت په پوره توګه د مرکزي حکومت پالیسي عملي کوي او په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره په پرله پسې تماس کې دي.

​د وزیراعلی له دفتر څخه خپره شوې وینا له مخې وزیراعلی میر سرفراز بګټي په دې ټینګار وکړو چې د وتلو په عمل کې دې د انسانانو حقونو او وقار ته پام وشي. هغه په ښکاره توګه وویل چې باید د ښځو، سپین ږیرو او ماشومانو پوره خیال وساتل شي او په هېڅ حال کې باید سپکاوی ونشي. هغه اړوندو چارواکو ته امر وکړ چې پوره همکاري وکړي او ویې ویل چې د ټولو خلکو عزت ساتل د حکومت لومړنۍ او مهمه ذمه واري ده. وزیراعلی خبرداری ورکړه چې که د سپکاوي په اړه څه شکایت راشي نو سمدستي به د ملوثو چارواکو خلاف اقدام وشي.

​د کډوالو د وتلو په بهیر کې د ښځو د مرستې لپاره په موقتي توګه د ښځینه امنیتي کارکوونکو د ګمارنې امر هم وشو.

​په غونډه کې د قلعه عبدالله په امنیتي وضعیت هم غور وشو. وزیراعلی په کلکه امر وکړو چې په قلعه عبدالله کې دې د جرمونو سره تړلي خلک له منځه یووړل شي. هغه لارښوونه وکړه چې د لیویز او پولیسو له ساحو څخه پرته باید په بې توپیره توګه کار وشي او جرمونو ته دې هېڅ امتیاز ورنکړل شي.

وزیراعلی میر سرفراز بګټي وویل چې د امن د ټینګښت لپاره به صوبايي حکومت خپلې ټولې سرچینې وکاروي. هغه د قلعه عبدالله د ډویژن او ضلعې اداري افسرانو ته د امن د ټینګښت خاص کار وسپاره او لارښوونه یې وکړه چې د خاص اقداماتو په اړه دې هره ورځ د وزیراعلی په دفتر کې راپور وړاندې کړي.

​په دې غونډه کې د بلوچستان چیف سیکرټری شکیل قادر خان، د کورنیو چارو اضافي سیکرټری حمزه شفقات، پرنسپل سیکرټری بابر خان، آي جي پولیس محمد طاهر، ډي جي لیویز عبدالغفار مګسي او کمشنر کویټه ډویژن شاه زیب کاکړ هم ګډون لرلو. د ژوب ډي آي جي، ډپټي کمشنر، او د قلعه عبدالله او چمن ډي پي او په ویډیو لینک سره غونډه کې برخه واخیسته.

نور ولولئ