د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلعي کې ترهګرو د خلکو د روغتیا په بنیادي اسانتیاوو بریدونه کړي دي. پولیسو د دغو پېښو پخلی کړی دی. چې په یوه کې یې د درنو مشینونو په وسیله د روغتیا یو بنیادي مرکز (Basic Health Unit) په مکمله توګه ړنګ کړی او بل یې سوځولی دی.
د پولیسو په وینا لومړی او لوی برید په لکی مچن خېلو کلي کې شوی دي چې ترهګرو د روغتیا دولتي مرکز ویجاړ کړی دی. پېښه داسې شوې چې وسله والو کسانو وړومبی د کړي خېل کلي پر سړک د سړک جوړونې پر مهال مصروف یو دروند مشین (ایکسکیویټر) په زوره قبضه کړی.
وروسته یې همدغه قبضه شوی دروند مشین لکي مچن خېلو کلي ته وروړی او د دغه مشین په وسیله یې د روغتیا د مرکز ټوله ودانۍ ړنګه کړې ده. د روغتیا په بنیادي اسانتیاوو دغه برید سیمه ایزو خلکو ته لوی زیان رسولی دی.
د روغتیا په بل مرکز کې قیمتي سامانونه او ریکارډونه سوځول شوي دي.
په هم دی وخت کې د لکي مچن خېلو له پېښې سمدستي وروسته ترهګرو د شیخ سلطان په کلي کې هم د روغتیا پر یوه بنیادي مرکز برید وکړو. بریدګرو له دغه مرکز څخه ټول قیمتي سامانونه او دولتي ریکارډونه راویستل او اور یې ورته واچاوه.
د ځایي سرچینو په وینا ترهګرو د روغتیا دغه بنیادي مرکز ته هم پټرول ورشیندل او اور یې ورته واچاوه. چې په پایله کې یې د مرکز ودانۍ هم وسوځېده. خو په لاس رسي ویډیوګانو کې یواځې دولتي ریکارډونه او سامانونه سوځېدلي لیدل کېږي.
دغو بریدونو په ټانک ضلعي کې د روغتیا په برخه کې خلکو ته سخت زیان رسولی او سیمه ایز خلک یې له بنیادي طبي مرستو بې برخې کړي دي. پولیسو او نورو امنیتي ادارو د دغو پېښو پلټنې پیل کړې. څو په دې کې به ککړ کسان ژر تر ژره ونیسي.