به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

پاکستان او سعودي عرب د یوې تاریخي دفاعي موافقې لاسلیک کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې امنیتي همکاري پیاوړې کړې ده. دا تړون د شورو (چهار شنبې) په ورځ د پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف د ریاض په سفر کې لاسلیک شو. که په یوه هېواد برید وشي نو په بل باندې هم برید ګڼل کېږي.

​د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا تړون د اتو لسیزو پخوانیو اړیکو او د اسلامي ورورولۍ او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ دی. مقصد یې د دفاعي همکارۍ پیاوړتیا او له هر ډول یرغل څخه د دواړو هېوادونو دفاع ده. دا تړون په الیمامه ماڼۍ کې هغه مهال لاسلیک شو کله چې شهباز شریف د سعودي ولي عهد او وزیراعظم محمد بن سلمان لخوا استقبال شو.

​د دې تړون لاسلیک داسې وخت کې شوی چې تازه په قطر کې پر حماس مشرانو د اسرائیلو بریدونه شوي دي. شنونکي وایي چې دا تړون یو تاریخي ګام دی او د دواړو هېوادونو اړیکې یې په یوه رسمي امنیتي ژمنه بدلې کړې دي. دوی په دې موافقه کې په خاص توګه د یو پر بل برید مادې ته ډېر اهمیت ورکوي.

​د دې تړون په لاسلیک سره نه یوازې د پاکستان او سعودي اړیکې ټینګې شوې. بلکې پر جنوبي اسیا او اسلامي نړۍ به هم پراخې اغېزې ولري. شنونکي په دې باور دي چې دا تړون په سیمه کې د ګواښونو پر وړاندې پر یوه باوري ملګري د سعودي د باور څرګندونه کوي. دا تړون د سیمې د تازه بې ثباتۍ سره هم تړاو لري. چې د دوحې سرمشریزه او په عربي نړۍ کې د واکمنۍ او یو اړخیزو بریدونو په اړه اندېښنې پکې شاملې دي.

​شهباز شریف د تود هرکلي او مېلمه پالنې له امله د محمد بن سلمان څخه مننه وکړه. هغه د سعودي پاچا او ولی عهد ته د ښو هیلو تر څنګ د سعودي ولس لپاره د لا زیاتو پرمختګونو او سوکالۍ دعا وکړه. د سعودي پاچا هم په بدل کې شهباز شریف او د پاکستان ولس ته ښې هیلې څرګندې کړې. د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په شمول د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر، هم ګډون لرلو. شهباز شریف ته ریاض ته په رسېدو سره خاص هرکلی وشو چې پکې د سعودي ایف-۱۵ جنګي الوتکو ملتیا او د توپونو ۲۱ ډزې شاملې وې.

نور ولولئ