د بلوچستان په سیمه اوستہ محمد کښې پر پولیس وین باندې د لاسي بم برید نه ۶ تنه ژوبل شوي دي. چې پکی پولیس عسکر هم شامل دي.
د پولیسو مطابق نامعلومو موټرسائیکل سپارو کسانو د ریلوی پټلۍ سره پر پولیس موبائل باندې لاسي بم برید وکړو. د دې په نتیجه کښې ۴ پولیس عسکر او ۲ عام خلک ژوبل شول.
ژوبل شوي کسان سمدستی هسپتال ته وړل شوي دي. پولیس وایی چې په ژوبلو کښې عبدالنبی، قادر بخش، عبدالله، بهرام او نور کسان شامل دي. د دې پيښې نه روستو پولیسو ټوله علاقه بنده کړې ده او د ملزمانو تلاش او پلټنې شروع دي.