به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د بلوچستان وزیر اعلیٰ سرفراز بګټي ویلي دي چې امنیتي ادارو د آزادۍ د ورځې په مناسبت د ترهګریز برید هڅه ناکامه کړې او یو مبینہ ځانمرګی بریدګر یې نیولی دی.

​د نهې (دوشنبې) په ورځ په کویټه کښې د نورو لوړو چارواکو سره په ګډه یوې خبري غونډې ته په وینا کښې وزیر اعلیٰ وویل چې په ۱۴ اګست ځانمرګي بریدګر هغه بې ګناه خلک په نښه کولو چې د آزادۍ ورځ یې لمانځله. هغه په دې باندې د امنیتي ادارو، د بلوچستان د ترهګرۍ ضد څانګې او پولیسو ستاینه وکړه چې صوبه یې له یوې لویې تباهۍ څخه وژغورله.

​وزیر اعلیٰ بګټي د یو نیول شوي کس ریکارډ شوې وینا هم خپره کړه چې پکې هغه وویل چې له قائداعظم یونیورسټي څخه یې ماسټر او له پېښور یونیورسټي څخه یې پي ایچ ډي کړې او د ۱۸م ګریډ لیکچرر دی. په خپله اعترافۍ وینا کښې لیکچرر وویل چې د هغه ښځه هم دولتي کارمنده ده.

​هغه وویل چې په ۲۰۲۰م کال کښې د قائداعظم یونیورسټي ته د خپل سفر په ترڅ کښې هغه ته یوې ادارې پورې تړلي درې کسان ور وپیژندل شول چې له هغې څخه دوه وروسته ووژل شول. لیکچرر وویل چې د ډاکټر هبتان او فه خلیق په نوم دوو کسانو هغه مجبور کړ چې په وسله والې ډلې کښې شامل شي او د هغه یې د کالعدم بلوچ لبریشن آرمي (بي ایل اې) د مشر بشیرزۍ سره ولیدل. لیکچرر په خپله اعترافۍ وینا کښې وویل چې دا ټولې پېژندنې د ټیلیګرام له لارې شوې وې.

​هغه ومنله چې کویټې ته له راتګ وروسته یې د دې ډلې په لارښوونه درې اپریشن ترسره کړل او وویل چې په دې ډله کښې د هغه مستعار نوم فه حمیر وو. لیکچرر د ډاکټر هبتان او فه خلیق په لارښوونه له دې ډلې سره د مرستې په اړه وویل. هغه وویل چې هغه یوه وسله وال ته پناه ورکړې وه چې په قلات کښې په یوه جګړه کښې ژوبل شوی و. هغه په خپله وینا کښې وویل چې ما هغه (بل کس) ته وسپاره او بله ورځ هغه د ریلوې په ځانمرګي برید کښې ووژل شو.

​هغه د یوې بلې ورته پېښې یادونه هم وکړه چې پکې هغه کس ته چې هغه د اوو نه تر اتو ورځو پورې پناه ورکړې وه. هغه کس د ۱۴ اګست په څه غونډه کښې د کارولو لپاره و.

 لیکچرر د یوې پستول پېرلو اعتراف هم وکړ چې د امنیتي ځواکونو او دولتي کارمندانو د په نښه کولو لپاره کارول کېده.

​لیکچرر وویل چې دا هغه کارونه دي چې ما کړي، دا هغه سهولتونه دي چې ما برابر کړي دي. که پرې فکر وکړو نو ریاست مونږ ته هرڅه راکړي، لکه عزت، ویاړ، نوکري او هم زما ښځې ته یې  نوکري ورکړې. خو بیا هم ما د قانون خلاف کار وکړ او له ریاست سره مې خیانت وکړ.

​هغه زیاته کړه چې زه شرمنده یم چې په دې عملیاتو کښې شامل وم او پرې پښېمانه یم. د دې ویډیو مقصد دا ده چې راتلونکي نسلونه، ځوانان او زده کوونکي باید ځانونه له هغو ادارو وژغوري چې ګډوډي خپروي.

​د بلوچستان وزیر اعلیٰ سرفراز بګټي په خبري غونډه کښې وویل چې په ملي عمل پلان کښې باید د خوارج ترهګرو ترڅنګ د بلوچي په نامه د ترهګرۍ کوونکي هم شامل شي. هغه وویل چې هرڅه د یو پلان لاندې روان دي او د امنیتي ځواکونو لپاره د امن راوستل مشکل نه دي. وزیر اعلیٰ زیاته کړه چې مونږ ریاست یو، ترهګر نه یو او دا یې تایید کړه چې امنیتي ځواکونه د دوو ورک شوو معاونینو د موندلو لپاره په غرونو کښې اپریشن کوي.

نور ولولئ