به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د جنوبي وزیرستان په برمل تحصیل کښې د پاک افغان پر لویه لاره کرفیو اعلان شوي ده.

​د لوئر جنوبي وزیرستان د داخله چارو ایډیشنل چیف سکرټرې د سیمه ایزې ادارې په سپارښتنه یو نوټیفیکیشن جاري کړی دی چې د ۲۰۲۵م کال د اګست په ۱۸مه د ګل (دوشنبې) په ورځ له سهار ۶ بجو څخه تر ماښام ۷ بجو پورې به د برمل په تحصیل کښې په مکمله توګه کرفیو وي.

​د کرفیو په وخت کښې به هر ډول تګ راتګ په مکمله توګه منع وي. د دې ترڅنګ به ټول بازارونه په خاص توګه د رغزۍ او شاوخوا نور مارکېټونه هم بند وي.

​اړوند لارې او مهمې لارښوونې
​د سیمې ادارې ویلي چې د کرفیو له امله به د خمرنګ تارغزۍ، شولام او وانا لارې هم اغېزمنې شي. د کرفیو په اړه په مهمو لارښوونو کښې له خلکو غوښتنه شوې چې یوازې په بیړني حالت کښې به د پولیسو یا امنیتي ځواکونو له اجازې وروسته د شناختي کارتونه او نورو اسنادو په ښودلو سره د سفر اجازه ورکول کېږي. د دې نه علاوه لارښوونه شوې چې که چېرې د امنیتي ځواکونو موټر ووینئ نو خپل موټر باید لږ تر لږه ۱۰۰ مټره لرې له سړک څخه ښکته کوئ.

نور ولولئ