د پاکستان او افغانستان جرګو د دوشنبې په ورځ په تورخم پوله د همیشه اوربند په پلي کولو او د ټولو سوداګریزو فعالیتونو لپاره د پولې په پرانستلو موافقه وکړه.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان ۳۶ کسیز پلاوي د افغانستان له ۲۵ کسیز پلاوي سره د پولې د بیا پرانستلو په اړه خبرې وکړې.
د سید جواد حسین کاظمي په وینا چې د پاکستاني پلاوي مشري یې کوله. دواړو خواوو د روان اوربند د تلپاتې کولو او د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره د پولې پرانستلو ته اتفاق وکړ.
کاظمي دا هم وویل چې افغان لوري په پوله د هر ډول متنازع جوړښتونو د جوړولو بندولو ته هم اتفاق کړی دی. د جوړښتونو موضوع به د ګډې سوداګرۍ خونې په راتلونکې غونډه کښې حل شي. تر هغه وخته به د تګ را تګ جریان په عام ډول روان وي.
په غونډه کښې دا پرېکړه هم وشوه چې د فرنټیر کور او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ یوه غونډه جوړه شي ترڅو د پولې د سمدستي پرانیستلو لپاره یوه لاره ومومي.
د تورخم پوله د پاکستان او افغانستان ترمنځ له اتو سرحدي لارو څخه یوه ده او په زرګونو پیاده او سوداګریز وسایط دواړو خواوو ته د تګ راتګ لپاره استعمالوی.
خو دا پوله د فرورۍ په ۲۱مه وروسته له هغې وتړله شوه چې پاکستاني ځواکونو له افغان لوري څخه وغوښتل چې د پولې په صفري نقطه کښې د یو پوسټ جوړول ودروي. په ځواب کښې افغان ځواکونو ځایونه ونیول، چې پاکستاني چارواکي یې دې ته مجبور کړل چې پوله وتړي او خپل کارکونکی وباسي. له هغه وخت راهیسې پوله تړلې ده.