به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

کله چې اسراییل پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. په تل ابیب کښې مشرانو په ایران کښې د رژیم بدلون احتمال ته اشاره کړې ده. داسې راپورونه هم راوتلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ستر مشر آیت الله علي خامنه یي باندې د اسراییلو یوه هڅه ویټو کړې ده. په اوسنۍ وضعیت کښې په ایران کښې د مشرتابه د بدلون بهیر ته کتل ارزښت لري.
په ایران کښې د رژیم د بدلون احتمال یوه پېچلې مسله ده. چې د دغه هېواد له ځانګړي سیاسي جوړښت سره کلک تړاو لري. د ستر مشر د ټاکلو بهیر پوهېدل د هر احتمالي سناریو تحلیل لپاره خورا مهم دي. د ایران اساسي قانون په ځانګړي توګه ۱۰۷ او ۱۱۱ مادې دا طرزالعمل په ګوته کوي. خو د سیسټم ناڅرګندتیا د هر ډول ګډوډۍ د پایلو وړاندوینه خورا اټکلي کوي.

رسمي طریقه کار:

د ایران ستر مشر چې په ایران کښې تر ټولو لوړ واک لري. د مجلس خبرګان لخوا ټاکل کیږي. دا مجلس ۸۸ دیني عالمان لري چې د ایران خلک یې انتخابوي. خو د شورای نگهبان لخوا یې وړتیا کتل کیږي.
دا مجلس داسې یو مشر غوره کوي چې دا ځانګړتیاوې ولري. اسلامي پوهه، سیاسي او ټولنیز پوهاوی، مدیریت کولو مهارتونه او پرهیزګاري.
که ستر مشر مړ شي یا استعفا ورکړي. یا له خپلې دندې لیرې شي نو یو موقتي رهبري شورا واک په لاس کښې اخلي. معمولاً په دې شورا کښې ولسمشر د قضائیه قوې مشر او د شورای نگهبان یو غړی شامل وي تر څو چې دایمي مشر وټاکل شي.
خو د دې پروسې یوه مهمه برخه دا ده چې د مجلس خبرګان بحثونه او مشورې عامو خلکو ته ښکاره نه دي. یعنې شفافیت پکې نشته.
د شورای نگهبان ولسمشر او قضائیه قوه ټول ملاتړي رولونه لري. خو یوازې مجلس خبرګان کولای شي چي مشر وټاکي او یا یې له دندې لیرې کړي.

نور ولولئ