به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د ځوانانو محکمه، ولسوالیزې ادارې او پاک پوځ په ګډو هڅو جوړه شوې دوه ورځنۍ کتاب میله پای ته ورسېده.

د پای غونډې ته د بنو مرستیال کمشنر محمد فهیم خان، د ۱۱۶ بريګېډ کمانډر بريګيډيئر نوید احمد، مرستیال کمشنر الله نواز خان او د بنو ډویژن د پوهنتونونو او کالجونو استادانو، زده کوونکو، او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.

د کتابونو په دې دوه ورځنۍ مېله کښې د هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه راغلو کتاب پلورونکو خپل سټالونه لګولي وو. په دې سټالونو کښې مذهبي، تاریخي، جغرافیایي، ادبي او کلتوري کتابونه کیښودل شوي وو. په مېله کښې د خلکو پام د لیدو وړ و.

د پای غونډې ته د وینا پر مهال بريګيډ کمانډر بريګيډيئر نوید احمد وویل چې د کتاب مطالعه د انسان شخصیت ته وده ورکوي او مثبت فکر پراخوي. او په ټولنه کښې پوهاوی او شعور ته وده ورکوي. هغه د خپل مطالعې لپاره خپل د خوښې وړ کتابونه واخیستل.

په دې موقع بريګيډ کمانډر پر زده کوونکو ټینګار وکړ چې له کتاب سره خپله دوستي نوره هم ټینګه کړي. ځکه چې دا د پرمختګ او خیر کار لاره ده.

نور ولولئ