د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د خپلې روانې امریکا لیدنې پر مهال په واشنګټن ډي سي کښې له مېشتو پاکستانیانو سره ولیدل. هغه د پاکستان اقتصاد او په بهر کښې د پاکستان ښه نوم ته د دې ټولنې د ونډې ستاینه وکړه.
د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) د یوې اعلامیې له مخې ویل شوي دي چي فیلډ مارشل سید عاصم منیر، NI (M)، د پوځ لوی درستیز (COAS)، امریکا ته په رسمي سفر دی. د دې سفر په ترڅ کښې د پوځ مشر په واشنګټن ډي سي کښې له بهر میشتو پاکستانیانو سره ولیدل. د پوځ مشر ته د بهر میشتو پاکستانیانو له خوا تود هرکلی وشو. چې په ډېر شمېر کښې د پوځ له لوی درستیز سره د لیدو لپاره راټول شوي وو.
دې ټولنې د بنیان مرصوص / معرکه حق عملیاتو پر مهال د وسله والو ځواکونو د زړورتیا او مسلکيتوب له امله د دوی د ښه کار ستاینه وکړه.
د لیدنې پر مهال د پوځ مشر د بهر میشتو پاکستانیانو د حیاتي او خورا مهم رول د ترسره کولو له امله خپله ژوره ستاینه څرګنده کړه. هغه د پاکستان اقتصاد او نړیوال شهرت ته د دوی د ونډې مننه وکړه. چې د پیسو لیږد، پانګونې او په نورو برخو کښې د لوړو لاسته راوړنو له لارې یې فعاله ونډه اخیستې ده.
بهر میشتو پاکستانیانو خپلې تجربې او وړاندیزونه د پوځ له مشر سره شریک کړل. هغه له بهر میشتو پاکستانیانو سره پر تعامل ټینګار وکړ او د ګډو ننګونو د حل او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د دوامداره ګډ کار اړتیا یې روښانه کړه.
لیدنه د یوې نوې موخې او ژمنې سره پای ته ورسېده. ځکه چې د پوځ مشر او بهر میشتو پاکستانیانو ژمنه وکړه چې د یو خوندي، سوکاله او پیاوړي پاکستان لپاره به یوځای کار وکړي.