د منع کړل شوي تحریک طالبان پاکستان ډلې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلع کښې د امن کمېټۍ د یو غړي د وژنې ذمه واري قبوله کړې ده.
د امن کمېټۍ غړی چې جمال نومېده یو ډېر غږ پورته کوونکی وګړي و او په سیمه کښې یې د ټي ټي پي د فعاليتونو د ختمولو غوښتنه کړې وه.
منع کړل شوي ټي ټي پي دعوه کړې ده چې د دوی عمليات یوازې په حکومتي او امنیتي اهدافو پورې محدود دي. خو دا ډول پېښو د ټي ټي پي دا دعوې دروغ ثابتې کړې دي.
حکومت تېر کال راهیسې دې منع کړل شوي تنظیم ته د فتنه الخوارج نوم ورکړی دی. حکومت ویلي دي چې دا بدلون ځکه شوی چې دا ډله د ترهګریزو فعاليتونو لپاره د دین نوم کاروي.
څېړونکي وايي چې د عامو خلکو وژل د دې منع کړل شوي تنظیم له خوا د یوې داسې حربې په توګه کارول کېږي چې په خلکو کښې وېره واچوي او د عامو خلکو مقاومت ختم کړي.
