د پاکستان نه واپس کېدونکي افغان کډوال په افغانستان کې د جينکو په تعليم بنديز اندېښمن کړي
د خېبر پښتونخوا د خېبر ضلعې د تورخم سره نزدې ګڼ شمېر کډوال راټول شوي، دوي افغانستان د واپسۍ په انتظار دي، په کډوالو کې ګڼ شمېر ماشومان هم دي، په ماشومانو کې د هلکانو سره کتابونه او بستې ليدل کيږي خو جينکو خپل کتابونه او بستې نه دي راخستي ځکه چې د طالبانو د واک لاندې افغانستان کې د جينکو په تعليم بنديز دې۔ دغه واپس کېدونکو کډوالو کې د افغانستان پکتيا اوسېدونکی نياز خان هم دی چې د خپلو لوڼو د تعليم د راتلونکي په اړه اندېښمن دی۔
“زما درې جينکۍ او درې هلکان بچي دي، جينکۍ په درېم او څلورم جماعت او هلکان پينځم او شپږم جماعت کې دي، په پاکستان کې مو د جينکو د راتلونکي ډېر ښه په نظر کې نيولې وو چې لوڼه به مو ډاکټرانې جوړيږي، اوس په اول ځل افغانستان ته ځو خو داسې کوم امېد نه لرو چې لوڼه به مې اوس ډاکټرانې جوړې شي”
افغانستان کې د جينکو په تعليم بنديز
په افغانستان کې په کال ۲۰۲۱ کې د طالبانو په واک کې د راتلو روستو د جينکو په تعليم بنديز لګول شوې دې، افغان طالبانو دې ګام سره نزدې ۱۴ لاکه جينکۍ د تعليم نه محرومې شوي دي۔ په افغانستان کې د شپږم جمات نه مخکې د جينکو په تعليم بنديز دې او دا د نړۍ يواځنې هېواد چې جينکۍ پکې تعليم نشي ترلاسه کولې۔

پاکستان نه د کډوالو د ويستلو لړۍ
پاکستان د روان کال د مارچ په شروع کې د غېر قانونه ميشت بهرنيانو ته ۳۱مارچ د ملک نه د وتلو نېټه ورکړې وه۔ د پاکستان د داخله چارو وزارت ويلي وو ټول ناقانونه بهر ملکيان به د هېواد نه وباسي۔ څيړونکې وايي د بهرنيانو د ويستلو لړۍ اړتيا هغه وخت زياته شوه چې په ملک کې کېدونکې ترهګر بريدونو کې د افغانانو د ککړتيا خبرونه مخې ته راغلل او په افغانستان کې موجود وسله والو( فتنط الخوارج) په پاکستان کې په امنيتي ځواکونو او د افغانستان سره په پوله بريدونه زيات کړه۔
د کډوالو نړېوالې اداړي ايي اېم يو ترمخه د پاکستان نه په تېرو دوو هفتو کې تر ۶۰۰۰۰ پورې ناقانونه افغان کډوال ويستل شوي دي۔ د خېبر پښتونخوا د افتونو په وخت د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) خبر کده ته ويلي د پينځم اپرېل نه تر ۱۶ اپرېل پورې ټول ۲۸۵۶۷ کډوال افغانستان ته ليږل شوي په دې د ۱۳۰۰۰ نه زيات غېر قانوني افغان مهاجرين او پاتې د پي او ار کارډ لرونکې کډوال دي۔ پاکستان حکومت ويلي د ۳۱ مارچ نه پېل شوې لړۍ کې غېر قانونه او اې سي سي کارډ لرونکې کډوال افغاسنتان ته لېږل او د جون مياشت کې پېل کېدونکې لړۍ کې به پي او ار کارډ لرونکې کډوال افغانستان ته ليږي۔

پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي وو۔.
بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري دې ترڅنګ په زرګونو غېر قانوني کډوال هم په پاکستان کې مېشت دي۔