د پاکستان د پوځ افسرانو او سرتېرو ته د چهارشنبې په ورځ په جنرل هيډکوارټرز کښې په يوه ځانګړې دستوره کښې د غوره خدماتو په بدل کښې پوځي اعزازونه ورکړل شول.
د انټر سروسز پبلک ريليشنز (ISPR) د يوې اعلاميې له مخې دغه اعزازونه د پوځ مشر جنرل عاصم منير د عملياتو په ترڅ کښې د غير معمولي زړورتيا او هېواد ته د ممتاز خدمت په اعتراف کښې ورکړل.
په دې دستوره کښې د لوړ پوړو پوځي چارواکو او د جایزو ګټونکو کورنیو په ګډون ګڼ شمېر کسانو ګډون کړی و. آئي اېس پې آر وويل چي په ورکړل شويو مډالونو کښې ستاره امتياز (ملټري) او تمغه بسالت شامل وو.
اعلامیه زیاتوي چي هغه مډالونه چې په شهیدانو شهادت ورستۍ ورکړل شوي وو. د هغوی کورنیو په وياړ سره ترلاسه کړل.
جنرال منیر په دې دستوره کښې خبرې وکړې او شهيدان او پخواني سرتېري يې د همیشه د پاره وياړ وبلل.
جنرال منير وويل چي د هغوی عزت او احترام په هر پاکستاني باندې يو مقدس امانت دی. هغه سوله او ازادي چې مونږ نن ورځ برخمن يو. د دې زړورو ځوانانو د قربانيو پايله ده.
د پوځ مشر د هغو کسانو د کورنيو د زغم او حوصلې ستاينه هم وکړه چې د دندې په مهال شهيدان شوي دي.
جنرال منير د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کښې د پوځ او قانون پلي کوونکو ادارو د هوډ ستاينه هم وکړه.
آئي اېس پې آر زياته کړه چي د پوځ مشر د ترهګرۍ ضد روانو عملياتو په ترڅ کښې د ګڼ شمېر ترهګريزو ګواښونو په شنډولو او د لوړ ارزښت لرونکو ترهګرو د له منځه وړلو په برخه کښې د هغوی بې دریغه هڅې وستايلې.
د ۲۰۲۵ کال مارچ مياشت له ۲۰۱۵ کال راهيسې د ترهګرۍ له امله تر ټولو خونړۍ مياشت وه. چې ۸۶ امنيتي ځواکونو او ۷۸ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.