به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

تېره اوونۍ د پاکستان او افغانستان پر پوله تر جګړې وروسته، د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو لارو سلګونه باروړونکي (مال وړونکي) ټرکونه بند پاتې دي. د دې له امله بېړنيو (اړينو) شيانو رسول له خنډ سره مخ شوي او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته سخت مالي زیان رسېدلی دی. سوداګریزو ټولنو د دغه خنډ ژر تر ژره حل کېدل غوښتي دي.

پر پولو د ټرکونو اوږدې قطارونه

​د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې پخواني مشر، شاهد حسین، وویل چې پر سوداګریزو لارو ډېر شمېر ګاډي ولاړ دي. ده وویل چې یوازې د تورخم پر پوله ۸۰۰ تر ۹۰۰ ټرکونه ولاړ دي او ۳۰۰ نور ټرکونه په ټرمینل کې دننه دي. د غلام خان پر پوله بیا ۲۰ تر ۲۵۰ ټرکونه ولاړ دي. همدارنګه په دې شمېر کې د خرلاچي پر کراسنګ لسګونه ټرکونه هم شامل دي. له بلې خوا، د تورخم پولې بلې خوا ته شا و خوا ۱۰۰۰ (یو زَر) ټرکونه او پر خرلاچي او غلام خان کراسنګونو تر ۲۵۰ پورې ټرکونه ولاړ دي.
​د افغانستان څخه راتلونکي انګور، انار، بانجان رومیان (ټماټر) او مڼې لېږدونکي ټرکونه، چې د سابه وو او مېوو بار یې درلود، خپلو بازارونو ته بېرته ستانه شوي دي.

​په افغانستان کې د اړینو توکو نشتوالي وېره

​افغان سوداګر وايي چې د پاکستان لخوا د سمنټو، اوسپنې او نورو مهمو شیانو په بندولو سره په افغانستان کې ستونزې زیاتېږي. د پاک-افغان ګډې سوداګرۍ خونې پخواني مشر، خان جان الکوزي، وویل چې په افغاني بازارونو کې سمنټ، درمل او وریجې په سختۍ موندل کېږي. ده وویل، خوړني توکي لکه غوړي، اوړه او نور د خوړو شیان له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه راوړل کېږي.
​خان جان الکوزي خبرداری ورکړ چې که د لارو بندېدل دوام وکړي، دا به د افغانستان لپاره نورې ستونزې رامنځته کړي او د پاکستان پر اقتصاد به هم منفي اغېزه وکړي.

​د سوداګرۍ کچه او مالي زیان

​د شاهد حسین په وینا، د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاکستان لاره تر ټولو اسانه ده. ده وویل، یو وخت د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه تر ۲.۵ (دوه نیم) ملیارد ډالرو زیاته وه، خو اوس ۱.۸۰ (یو ملیارد او اتیا کروړه) ډالرو ته راکمه شوې ده. د شاهد په وینا هره ورځ تر یو ملیارد (سل کروړه) پاکستانۍ روپۍ زیان اوړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د کراچۍ او قاسم بندرونو کې هم د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ (افغان ټرانزیټ ټریډ) څه باندې ۷۰۰ کانټینرونه بند پاتې دي.

​زیات زیان چا ته اوړي؟

​ماهرین وايي چې دا لانجه (جنجال) د دواړو هېوادونو لپاره زیانمنه ده، خو دوی په دې اند دي چې افغانستان ته یې تر ټولو ډېر زیان رسېږي، ځکه دا یو جګړه ځپلی او غریب هېواد دی. د متخصصینو په وینا، افغانستان نشي کولی د ډېر وخت لپاره د پاکستان سره سوداګري بنده وساتي.

​د سوداګرو غوښتنې او اندېښنې

​سوداګریزو ټولنو له دواړو حکومتونو څخه غوښتنه کړې چې دغه سوداګریز خنډ ژر تر ژره حل کړي. سوداګرو خبرداری ورکړی چې اوږدمهاله ځنډ کولی شي د توکو رسولو لړۍ (سپلای چین) خرابه کړي، مالي بې ثباتي رامنځته کړي، او د سیمه ییزو سوداګریزو ملګرو تر منځ باور کمزوری کړي.
​سوداګریزو متخصصینو خبرداری ورکړه چې دا ځنډ به د وارداتو لګښتونه زیات کړي، د پولې بازارونه به زیانمن کړي، او د اسلام آباد او کابل ترمنځ اقتصادي اړیکې به نورې هم خرابې کړي، چې دا اړیکې له پخوا راهیسې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو له امله نازکې دي.

نور ولولئ