وزیر اعظم محمد شهباز شریف د جمعې په ورځ د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه یوه ډېره مهمه غونډه وکړه. په دې غونډه کې ټینګار وشو چې له افغانستان سره د اړیکو په اړه دې په ټولو صوبو کې یوه فیصله وشي. غونډې پرېکړه وکړه چې ټول هغه افغانان چې قانوني کاغذونه (ويزا) نه لري، باید بې له ځنډه بېرته خپلو وطنونو ته ولاړ شي او یوازې هغه کسان به پاتې وي چې ویزه ولري.
په غونډه کې د پوځ مشر (چیف آف آرمی سټاف) فیلډ مارشل سید عاصم منیر، وزیران، د آزاد کشمیر او د پنجاب، سېند، بلوچستان او ګلګت بلتستان وزیراعلیٰ ګانو، او نورو لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه. د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي په غونډه کې نه وو. نو د هغه پر ځای مزمل اسلم د صوبې نمایندګي وکړه. وزیر اعظم په دې وخت د خیبر پښتونخوا سره د ټولو ولسي پرمختیايي کارونو کې د پوره همکارۍ وعده وکړه.
وزیر اعظم شهباز شریف وویل چې پاکستان تل د افغانستان په سختو حالاتو کې مرسته کړې ده او د ډېرو کلونو راهیسې یې میلیونونو افغان کډوالو ته ځای ورکړی دی. هغه یادونه وکړه چې پاکستان د ترهګرۍ په جګړه کې زرګونه خلک له لاسه ورکړي او اربونه ډالره اقتصادي زیان ورته رسېدلی دی.
خو هغه په دې وروستیو ورځو کې له افغان خاورې څخه په ترهګریزو حملو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په داسې پېښو کې د افغان ولس شمولیت ډېر د اندېښنې وړ خبره ده. وزیر اعظم پوښتنه وکړه: “پاکستاني ولس چې د ترهګرۍ په وړاندې یې بې سارې قربانۍ ورکړې، اوس پوښتنه کوي چې تر څو پورې به د افغان کډوالو بوج پورته کوي؟” هغه له افغان سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره دې قوي ګامونه واخلي.
غونډې ته د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه حال واورول شو. وویل شول چې د اکتوبر تر ۱۶مې نیټې، ۲۰۲۵ پورې، تقریباً ۱۵ لکه افغانان په پرله پسې توګه بېرته خپل وطن ته ستانه شوي دي.
وزیراعظم ټولو صوبايي حکومتونو او اړوندو ادارو ته امر وکړو چې د غیر قانوني افغان کډوالو ژر او په درنښت بېرته ستنېدل یقیني کړي او په دې برخه کې نږدې همغږي وساتي.
وزیر اعظم دا هم وویل چې د وتلو (اخراج) د ځایونو شمیر به په پوله زیات شي ترڅو د ستنیدو پروسه ګړندۍ شي.
وزیر اعظم چارواکو ته کلکې لارښوونې وکړې چې د ستنیدو په ټوله پروسه کې د مشرانو، ښځو، ماشومانو او لږکیو سره په درنښت او احترام چلند وشي.
اجلاس ته خبر ورکړل شو چې غیر قانوني افغان اوسیدونکو ته پناه ورکول یا د هغوی د اوسیدو بندوبست کول به یو جرم وګڼل شي او د سرغړونکو په وړاندې به سخت قانوني اقدام وشي. د دې حکومتي تګلارې د عملي کولو لپاره به له ولس څخه هم مرسته وغوښتل شي ترڅو هیڅوک بې اسناده افغانانو ته پناه ورنکړي.
د غونډې په پای کې، فورم په یوه خوله پریکړه وکړه چې په غونډه کې وړاندې شوې ټولې سپارښتنې به په کلکه عملي شي. وزیر اعظم له ټولو صوبو څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو په درنښت او پر وخت ستنېدو کې پورا مرسته وکړي.