به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د حکومتي اټکلونو له مخې پاکستان ته د ۲۰۲۵ کال وروستیو سېلابونو له امله ۸۲۲ اربه (بلیونه) روپۍ دروند اقتصادي زیان رسیدلی دی، چې په ۷۰ ضلعو کې یې له ۶۵ لکو (مليونو) زیات خلک زیانمن کړي دي. د پلان جوړونې وزارت د اسنادو په بنیاد هېواد په خپل تاریخ کې تر ټولو سخت مون سون بارانونو سره مخ شو. چې پراخ زیربنايي، روزګاري او حیاتي خدماتو ته یې تاوان رسولی دی.

​لومړني زیانونه ۷۴۴ اربه روپۍ اټکل شوي و. خو اوس ۸۲۲ اربه ته لوړ کړای شوي چې تر ټولو زیات زیان یې کرنې او زیربنا (انفراسټرکچر) ته اوښتی دی.

​په دې خراب حالت کې ۱۰۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۶۷ نور ټپیان شوي دي. په ټولیزه توګه ۲۲۹،۷۶۳ کورونو ته تاوان رسېدلی. چې ۵۹،۲۵۸ کورونه پکې په مکمله توګه ویجاړ شوي دي.

​د مړو له لحاظه تر ټولو زیات تلفات په خیبر پښتونخوا کې شوي. چې ۵۰۹ کسان پکې مړه شوي، ورپسې په پنجاب کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲۲ ښودل شوی دی.

​چارواکو ویلي، کرنې او کلیوالي انفراسټکچر ته تر ټولو زیات تاوان رسېدلی. په خاص توګه په پنجاب کې په ۲۷ سېلاب ځپلو ضلعو کې، چیرې چې د ستلج، چناب او راوي سیندونو ډېرو اوبو پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده.

​د ژغورنې په عملیاتو کې ۵،۷۶۹ عملیات شامل و. چې له مخې یې له ۳۰ لکو څخه زیات خلک خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. حکومت د مړو شویو کسانو کورنیو ته د هر کس په سر ۲۰ لکه روپۍ ورکړي. چې په ټولیزه توګه ۲ اربه روپۍ د تاوان په توګه ویشل شوې دي.

​وزیر اعظم د ۲۰۲۵ کال د ستمبر په ۱۰ مه د زیانونو او اړتیاوو د ارزونې د څارنې لپاره یوه لوړه کچه کمېټی جوړه کړې ده. د نوي اټکل وروسته به حکومت د پرمختیايي شریکانو سره په ګډه د بیارغونې او رغونې لپاره د پیسو او تخنیکي مرستې تر لاسه کولو په موخه د ناورین وروسته اړتیاوو ارزونه پیل کړي.

نور ولولئ