په جنوبي وزیرستان لوئر ضلع برمل تحصیل نرگسئی سیمه کښې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ د ډزو په تبادلې کې څلور کسان ټپیان شوي دي. چې پکښې دوه میرمنې او دوه ماشومان شامل دي. د پولیسو سرچینو مطابق ټپیان د درملنې لپاره د واڼه ضلعي مرکزي روغتون ته لیږدول کیږي.
ډي ایس پي اصغر علي شاه وویل چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف عملیات پیل کړي دي. د ډزو دا پېښه د برمل تحصیل په نرگسئی سیمه کې شوې ده. په لومړیو معلوماتو کې د دوه میرمنو او یوې ماشومې د ټپي کیدو خبر وو. خو وروسته د ټپیانو شمیره څلورو ته لوړه شوی وه.