به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

په ټانک ضلع کې د پولیو کیمپین په دریمه ورځ هم په پوره جوش او ولولې سره جاری ساتلی شوی دی او د امنیت کلک تدابیر نیول شوي دي. د ټانک پولیسو مشر (DPO) شبیر حسین شاه د مختلفو یونین کونسلونو سره لیدنه وکړه او د پولیو کارکوونکو امنیت یې وکتلو. ډی پی او وویل چی پولیس، ولس او روغتیا وزارت په ګډه همکارۍ د پولیو خلاف کیمپین کې پرله پسې بریالیتوب ترلاسه کوي.

​ د عامه اړیکو څانګه په ټانک ضلع کې د پولیو خلاف کیمپین دریمه ورځ هم په امن او منظم ډول پرمخ یووړل شول. په دې وخت کې نه یوازې پولیسو ټیمونو ته پوره امنیت ورکړو بلکې په حساسو سیمو کې یې اضافي پولیس هم وګمارل.

د ټانک د پولیسو مشر شبیر حسین شاه نن په خپله لیدنه کې د مختلفو یونین کونسلونو معاینه وکړه. هغه د پولیسو او پولیو کارکوونکو سره خبرې وکړې او د امنیت پلان یې په تفصیل سره وکتلو.

​د ټانک د پولیسو مشر شبیر حسین شاه وویل چې ماشومان د پولیو په څیر له وژونکي ناروغۍ څخه ژغورل زمونږ ټولو ګډ مسؤلیت دی او پولیس د دې مقصد لپاره تل چمتو دي. هغه پولیسو ته لارښوونه وکړه چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې هم د ټیمونو سره په دوامداره توګه شتون ولري ترڅو هیڅ ډول خنډ رامنځته نه شي.

​د پولیسو مشر له ولس څخه غوښتنه وکړه چې د پولیو ټیمونو سره خپله همکاري باوري کړي. ځکه چې د پولیسو او خلکو ګډه همکاري د کیمپین د بریالیتوب ضمانت دی. هغه نور وویل چې په راتلونکو ورځو کې به هم دا لړۍ په همدې ولولې او ارادې سره روانه وي ترڅو پولیو د تل لپاره له منځه یوړل شي.

د ګل په ورځ د ټانک په ضلع کې د پولیو کیمپین د یو افسر په شمول درې کارکوونکي تښتول شوي وو. دا پېښه د ملازۍ په یونین کونسل د عمرخېلو په سیمه کې شوې وه. تښتول شوي کسان د پولیو کیمپین لپاره د دریمې ډلې (Third-Party) قراردادیانو په توګه کار کاوه.

نور ولولئ