به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

په بنو کې د جوړی شوې جرګه ښکاره موخه په روانو ترهګریزو عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د جاني خېلو د ټولنې د مشروع اندېښنو حل کول وو. خو دغی جرګی یو بېړه کوونکی حقیقت په ډاګه کړو. د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) له رښتينو ستونزو ناوړه ګټه پورته کول هم د دی برخه ده. دې غونډې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د پښتنو ولسي وګړو رښتينی زیان په ګوته کړو. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ شتون د دې زیان د کمولو پر ځای د هغوی د خپلو وېشونکو او بالاخره ویجاړونکو سیاسي مقصدونو ته لاره هواره کړه.

​پاکستان یو مختلف او مرکزی د ولسو هېواد دی. چې پښتانه هم د ټولو نورو ټولنو په څېر په ټولو ملي برخو کې په مکمله توګه او مساوي استازیتوب لري. د دې برعکس خبره کول یوه ښکاره درواغ دي. د پښتنو د حاشیې د داستان چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په کلکه ترویج کېږي. د پښتنو هغه مهمې ونډې له پامه غورځوي چې د پاکستان په پرمختګ کې یې لرلې او تر اوسه یی هم لري. د دی نه علاوه دوی په اسانۍ سره هغه سترې قربانۍ له پامه غورځوي چې پښتنو د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ورکړې دي. چې دا مبارزه د افغانستان سره د پولې له امله پر خیبر پښتونخوا ډېره اغیزه کړې ده. دولت د دې قربانیو درناوی کوي او د خپلو ټولو وګړو، بغیر له څه نسلی فرق، د امنیت او ښېګړی لپاره پر خپلې ژمنې ټینګ ولاړ دی.

​د پښتون ژغورنې غورځنګ د انتقاد وړ سکوت د پام وړ دی. دوی د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ولسي وګړو پر مرګ ژوبلې په لوړ غږ نیوکې کوي. خو د ترهګرو ډلو له خوا د پښتنو ولسي وګړو د وژنو په اړه بیا په شکمن ډول غلي پاتې دي. چې شمېر یې څو شمیره زیات دی. دا انتخابي غلي پاتې کېدل یو بېړه کوونکی فرصت طلب توب په ګوته کوي. چې د قربانیانو د رښتينی زیان پر ځای یو سیاسي مناسب داستان ته لومړیتوب ورکوي. ترهګري یوه نسلی مسله نه ده بلکی دا یو ملي خطره دی چې د پاکستان پر ټولو وګړو او ټولو سیمو یې برید کړی. د دې مبارزې فرق کول د ترهګرو په ګټه کار کوي او د ملت عزم کمزوری کوي.

​د پښتون ژغورنې غورځنګ کړنې یوازې له فرصت طلبۍ هاخوا دي. زیات شواهد شتون لري چې دا غورځنګ د بهرنیو عواملو لکه د افغانستان او هند د عناصرو له خوا فعالانه چلول کېږي. چې د پاکستان د بې ثباته کولو په لټه کې دي. دا بهرنۍ استخباراتي نیټ ورک د پښتون ژغورنې غورځنګ له پلیټ فارم څخه ګټه پورته کوي ترڅو په لوېدیځو پلازمېنو کې خپل د دولت خلاف داستان ته لمن ووهي او له دښمنانه مقصدونو سره یې همغږي کړي. د هند د پټو لیکونو افشا کول چې نورو فرعي ملتپالو ډلو ته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د تکتیکونو د نقل کولو امر کړی. د دې خطری د نړیوال ابتدا یو ښکاره یادونه ده. پښتون ژغورنې غورځنګ او ترهګرې ډلې هم ښکاره مخالف ښکاري، خو د یوې سکې دوه مخونه دي. چې دواړه د پاکستان د ثبات د کمزوري کولو لپاره له دننه کار کوي.

​د ترهګرۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د وېشونکو خبرو سره سره د پاکستان دولت لا هم په خیبر پښتونخوا او نویو مدغم شویو ضلعو کې درانه پانګونه کوي. انفراسټکچر، تعلیم او روغتیا ته د سرچینو پراخه تخصیص، د طبیعي زیرمو د حقونو له وېش سره یوځای، په مستقیم ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ د استخراج ادعاوې ردوي. دا پانګونې د پاکستان د ټولو وګړو په شمول د پښتنو د سوکالۍ لپاره د پاکستان د ژمنې ثبوت دی.

​په پایله کې د جاني خېلو د ټولنې اندېښنې مشروع دي او سمدستي پاملرنې ته اړتیا لري. د پښتون ژغورنې غورځنګ ښکیلتیا یوازې د خپلو تنګو سیاسي ګټو لپاره د دې اندېښنو د تښتولو لپاره کار کوي. د دې غورځنګ کړنې چې د بهرنیو لاسوهنو او د ترهګرۍ د رښتينو قربانیانو له پامه غورځولو له امله رامنځته شوي، د پاکستان یووالي او ثبات ته یو ستر ګواښ دی. د حکومت لپاره دا مهمه ده چې د پښتون ولس مشروع ستونزې حل کړي. په هم دی وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د هغوی د بهرنیو ملاتړو ویجاړونکی وګړی ښکاره او ختم کړي.

نور ولولئ