سهار د بلوچستان په شیراني ضلعي کې ترهګرو د پولیسو او لېویز په مرکزونو برید وکړو. په دغو بریدونو کې هغوی درنې وسلې استعمال کړي.
په دې بریدونو کې څلور امنیتي ځواکونه هم شهیدان شوي دي. چې درې د لېویز او یو د بلوچستان پولیسو کانسټبل و.
د شیراني مرستیال کمیشنر ویلي چې بریدګرو دواړو مرکزونو ته ډېر زیان رسولی او د دوی مخابراتي سیسټمونه یې هم له منځه وړي دي.
په دې پېښه کې څو تنه لېویز او پولیس ټپیان شوي دي. له ژوبه د امبولانسونو او اضافي ځواکونو ډلې شیراني ته لېږل شوې دي.