په کرک کښې د اتوار په ورځ امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان یو ډېر مطلوب ترهګر وژلی دی. ځواکونو په کرک کښې یو استخباراتي عملیات ترسره کړل. وروسته یې د قوماندان کاشف عرف محیر جرار خټک جسد د مردان خېل ټیري په سیمه کښې وموند. کاشف د ټي ټي پي د کلیم الله ګروپ یو مهم مشر و.
جسد یې د ترهګرو لخوا د عملیاتو څخه د تېښتې پر مهال پرېښودل شوی و. په دې عملیاتو کښې لږ تر لږه دوه نور ټي ټي پي فعالین سخت ژوبل شوي او ګمان کیږي چې مړه شوي به وي.
کاشف یو ډېر مطلوب ترهګر و او شک کیږي چې په ګڼو لویو ترهګریزو پېښو کښې يی لاس لرلو. چې په هغو پیښو کښې په درګه کښې په ایف سي فورټ، د بهادر خېل په چیک پوسټ او د میر کلام په پولیس سټیشن بریدونه هم شامل دي.