په پيښور او شمالي وزيرستان کښې د استخباراتي عملياتو په ترڅ کښې امنيتي ځواکونو پينځه ترهګر وژلي دي. دا ترهګر د تحريک طالبان پاکستان (چې اوس ورته فتنې الخوارج ويل کيږي) پورې تړلي وو. دا عمليات د جون د ۱۵مې او ۱۶مې نېټې ترمنځ شوي دي.
د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ISPR) ويلي دي چې په پيښور کښې د هندي تمويل شويو خوارجو د شتون په اړه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمليات ترسره شول. د عملياتو پر مهال زمونږ ځواکونو په مهارت سره د هند له خوا تمويل شوي خوارج په نخښه کړل او د سختې نښتې وروسته څلور هندي تمويل شوي خوارج هم په ګوته شول. په دي خوارجو کښې خارجي حارث او خارجي بصير هم ووژل شول.
آئي اېس پې آر زياته کړه چي يو بل استخباراتي عمليات په شمالي وزيرستان ضلع کښې ترسره شول او د ډزو په تبادله کښې يو بل خارجي زمونږ د امنيتي ځواکونو لخوا بې درکه شو. د هند لخوا تمويل شويو وژل شويو خوارجو څخه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. په دې سيمو کښې په ګڼ شمير ترهګريزو فعاليتونو کښې فعال وو.
د سيمې څخه د نورو هندي تمويل شويو خوارجو له منځه وړلو لپاره پاکولو عمليات روان دي. ځکه چې د پاکستان امنيتي ځواکونه په هېواد کښې د هند لخوا تمويل شوي ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن دي.
