پاکستان د هند هغه خبرې رد کړې چې ګنې د وروستیو توغندیو بریدونو له لارې یې په دوه اړخیزو اړیکو کښې نوی حالت رامنځته کړی دی. پاکستان ویلي دي چې د جګړې په ډګر کښې د هند د برترۍ او واکمنۍ خیالونه له منځه تللي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ خبري غونډې ته وویل چې پاکستان دا ثابته کړې ده چې د هند د ناوړه ارادو په وړاندې د باور وړ دفاعي ځواک لري.
هغه زیاته کړه چې د هند د تېري په ځواب کښې د پاکستان غبرګون سنجیده او متناسب و. دا یوازې له ځانه د دفاع په خاطر وروسته له هغې وښودل شو چې هند په پرله پسې ډول د پاکستان حاکمیت تر پښو لاندې کړ.
خان دا هم وویل چې د نوي حالت رامنځته کولو په اړه د هند ادعاوې بې بنسټه دي. هغه وویل چې یوازینی حالت چې پاتې دی هغه د پاکستان د حاکمیت او بشپړتیا احترام دی.
دغه ویاند دا هم وویل چې دا یو مثبت پرمختګ دی چې دواړه هېوادونه پر اوربند سلا شوي دي. هغه زیاته کړه چې دواړو خواوو په تدریجي ډول د تاوتریخوالي کمولو باندې اتفاق کړی دی.
خو هغه روښانه کړه چې پاکستان د اوربند غوښتنه نه وه کړې او دا د څو هېوادونو په هڅو تر لاسه شوی دی.
دغه ویاند دا هم وویل چې پاکستان د مې په ۱۴مه نېټه د هند یو سرحدي ځواک (BSF) افسر د نیک نیت په توګه خوشې کړی دی. هغه زیاته کړه چې هند هم په ځواب کښې د رینجرز یو سرتیری خوشې کړ.
خان دا هم وویل چې په داسې حال کښې چې د هند دریځ د خپل تېري توجیه کولو په هدف و. پاکستان یو ځل بیا پر اوربند خپلې ژمنې ته ټینګار کوي. هغه زیاته کړه که هند اوربند مات کړي نو پاکستان به یې سخت ځواب ورکړي.
