د خيبر پښتونخوا قبایلي ضلعې، مومند، چارواکي وايي چې د کوکنارو کر په وړاندې یې پراخ اقدام کړی، او تر دې دمه يې د ۳۵۶ کناله زمکې فصلونه تلف کړي دي. ضلعي پولیس او انتظایمه ادارې وایي چې د دې ناسور پر ضد مبارزه به تر هغو جاري ساتي، تر څو چې دا پوره ختم نه شي.
د مومندو پولیسو خبر کده ته ویلي چې په ټوله ضلعه کې شاوخوا ۱۳۰۰ کناله زمکه د کوکنارو لاندې ده، چې له دې جملې ۸۰۰ کناله يې په خويزو بايزو سيمه او ۳۰۶ کناله يې په پړانګ غار تحصيل کې کرل شوي. چارواکي وايي، د فصل د تلف کولو لړۍ فعاله ده او تر دې مهاله يې د عام ولس پراخ ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.
خو بله خوا، ځايي زمينداران وايي چې د دوی اکثر زمکې باراني دي، او د کوکنارو نه علاوه بل فصل ښه نه کېږي. يو ځايي زميندار، جميل احمد، خبر کده ته وويل:
“د غنمو او نورو فصلونو په پرتله کوکنار ډېر آمدن لري. خو که حکومت موږ ته د تخمونو او کيميايي سرې په شکل کې مرستې راکړي، نو موږ چمتو يو چې نور نقد آور فصلونه وکرو.”
د مومندو ډپټي کمېشنر، محمد ياسر حسېن، وايي چې د کوکنارو فصل ته به هېڅ ډول اجازه ورنکړي، او پوليس، امنيتي ادارې او د زراعت محکمه په ګډه د دې فصل د ختمولو لپاره کار کوي.
“موږ د اعلا چارواکو سره په تماس کې یو چې زميندارو ته د بدل فصلونو لپاره وړیا تخمونه او کيميايي څرې برابرې کړو، څو هغوی نور قانوني او ګټور فصلونه وکري،” نوموړي وويل.
د زراعت محکمې چارواکي هم دا خبره تاييدوي او زياتوي چې په دې سیمه کې د غنمو، اوګې، مرچکي، دهنيا او نورو فصلونو لپاره ښه امکانات شته، ځکه دا فصلونه هم لږ لګښت لري او هم ښه ګټه ورکوي.
په داسې حال کې چې مومند کې د کوکنارو فصل د تلف کولو لړۍ روانه ده، پوهان وايي چې د پایدار حل لپاره به حکومت او ولس دواړه اوږدمهاله همکاري ته اړتیا لري. زميندارو ته د بدلو فصلونو د ملاتړ لارې هوارول، نه يوازې د دې ناسور مخه نيسي، بلکې د يو قانوني، صحت مند او اقتصادي پياوړي ټولنې بنياد هم ږدي