په پېښور کښې د افغانستان قونسل جنرال ټولو افغان کډوالو ته په پاکستان کښې خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کړې او د مناسبو کورونو او د کار فرصتونو ژمنه یې کړې ده.
نن په پېښور کښې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال حافظ محب الله شاکر د سولې پیغام ورکړ او په پاکستان کښې یې افغان کډوال وهڅول چې خپل هېواد ته ستانه شي. هغه وویل چې په افغانستان کښې سوله راغلې ده او افغانان اوس کولی شي خپل کاروبارونه او نور فعالیتونه بیا پیل کړي.
قونسل جنرال زیاته کړه چې د اختر په ورځو کښې یې د افغان کډوالو په اړه د طالبانو له مشر حیب الله اخونزاده سره خبرې کړې دي.
شاکر څرګنده کړه چې د راستنېدونکو لپاره موقتي انتظامات نیول شوي دي او هڅې روانې دي چې ټولو راستنېدونکو ته مناسب کورونه او باعزته د کار فرصتونه برابر شي. هغه زیاته کړه چې د کډوالو د چارو د سمبالښت لپاره د افغانستان له خوا یو کمېشن جوړ شوی دی.
هغه افغان کډوالو ته ډاډ ورکړ چې د اندېښنې هیڅ ځای نشته او ټینګار یې وکړ چې کار د طالبانو د مشر په لارښوونه پر مخ روان دی.
شاکر تایید کړه چې د کډوالو د بېرته ستنولو پروسه په فعاله توګه روانه ده او له ټولو افغان کډوالو یې وغوښتل چې په کښې پوره برخه واخلي.
هغه دا هم اعلان کړه چې د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی ترڅو د پاکستاني چارواکو سره د کډوالو د بېرته ستنولو او اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړي. دا پلاوی به هڅه وکړي چې د بېرته ستنېدو پیغام د پاکستان په ټولو افغان کډوالو کمپونو ته ورسوي.