به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

په پښتونخوا او بلوچستان کې د شورو او زیارت ورځو د امنیت لویې پېښې شوې دي او افغان طالبانو بریدونه شنډ شول. په دې کې لسګونه ترهګر وژل شوي دي. خو د یوه خونړي ترافیکي پېښې هم مخه راغلی ده.

​په پاک-افغان پوله سختې نښتې او بریدونه ناکام شول

​د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) په وینا، د اکټوبر په ۱۵مه، سهار وختي د کرم او سپین بولدک په پوله افغان طالبانو او فتنې الخوارج بریدونه وکړل. د پاکستاني پوځ سخت ځوابي بریدونو په پایله کې، په سپین بولدک کې له ۱۵ تر ۲۰ او په کرم کې له ۲۰ تر ۲۵ پورې افغان طالبان او فتنې الخوارج ووژل شول. او شپږ ټینګونه ویجاړ شول.
​امنیتي سرچینو تایید کړه چې تر شورو (چهار شنبې) ماښام پورې د افغانستان سره په پوله نښتې روانې وې او پاکستاني ځواکونو په سیمه ایزه کچه د افغان طالبانو بریدونو ته قوي ځواب ورکړو.

​په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې او عملیات

​آی ایس پي آر د زیارت (پنجشنبې) په ورځ وویل چې د اکټوبر له ۱۳مې تر ۱۵مې پورې د خیبر پښتونخوا په بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۳۴ فتنې الخوارج وژل شوي دي.

​د امنیتي سرچینو په وینا، د زیارت (پنجشنبې) په ورځ د مومندو په بائیزو بهادر کلي کې له افغانستانه راغلي ۱۵ نور ترهګر وژل شوي. هم دغه شان د شورو (چهار شنبې) په ورځ هم په دې سیمه کې څو ترهګر وژل شوي وو.

​د لکي مروت پولیس وايي، د خیر و خیل ایکسچینج پر دنده بوخت درې پولیس عسکر د ترهګرو په ډزو سخت ټپیان شوي دي. له ځوابي برید وروسته ترهګر په تېښته بریالي شول، چې لټون یې روان دی.
​امنیتي سرچینو ویلي چې د شورو (چهار شنبې) سهار وختي د اورکزو ضلعي په محمود زئي پوسټ د ترهګرو په برید کې د ایف سي شپږ سرتېري شهیدان او شپږ نور ټپیان شوي دي. امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو د لټون لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.
​په نوښار کې د پولیس عسکر وژنه: د نوښار په نظام پور لرې پرته سیمه کې ترهګرو د پولیو ډلې د ساتنې پر دنده یو پولیس عسکر وژلی دی. د پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې د ترهګرو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
​د لکي مروت پولیسو، سي ټي ډي، امنیتي ځواکونو او سیمه ایزې کمېټې په ګډو عملیاتو کې یو ترهګر وژل شوی او د نورو لټون روان دی.

​په بلوچستان کې تخریبي کارونه او عملیات

​د امنیتي سرچینو په وینا، تېره شپه د مستونګ په نږدې سیمو کې د فتنې الهندستان (بي ایل اے) خلاف عملیات شوي. چې په دې کې په سیمه کې د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. چارواکو وویل چې په دې عملیاتو کې ترهګرو ته درانه ځاني زیانونه رسیدلي دي.
​چارواکو وویل چې په بلوچستان کې په ربي کنال کې ترهګرو د چاودیدونکو توکو په واسطه د ۲۲۰ کې وي برېښنا برج الوزولی او په همدې سیمه کې یې پر یوې تر کار لاندې کرنیزې پوهنتون توغندی هم ویشتلی دی.

​د سوات موټروې خونړۍ ترافیکي پېښه

​د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ضلعي کې د سوات موټروې پر درېیم ټنل ته نږدې یوه ډېره غمجنه ترافیکي پېښه شوې، چیرته چې یو ټرک چپه شوی دی. دې پېښې له امله ۱۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. په وژل شوو او ټپیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ ملاکنډ ویاند وویل چې موټروې پولیسو او ریسکیو ټیمونو سمدستي مرستندویه عملیات پیل کړل او ټول زیانمن شوي کسان یې له ملبې راوویستل او ټپیان او مړي یې د بټ خېلې ډي ایچ کیو هسپتال ته ولېږدول.

نور ولولئ