به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

​د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه (آئی ایس پي آر) وایي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې پورې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په بېلابېلو نښتو کې، د هندوستان په ملاتړ د ‘فتنه الخوارج’ ډلې ۳۴ ترهګر وژل شوي دي.

​د آی ایس پي آر په وینا، د ترهګرو د شتون په اړه د معلوماتو په اساس، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې یو استخباراتي عملیات وکړل. په دې عملیاتو کې د ډزو له سخت تبادلې وروسته، امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټنځای په موثره توګه په نښه کړ او ۱۸ کسان یې ووژل.

​پاک پوځ زیاته کړه چې یو بل استخباراتي عملیات په جنوبي وزیرستان کې وشول. چې هلته د ډزو په تبادله کې ۸ ترهګر ووژل شول. آی ایس پي آر دا هم وویل چې دریمه نښته په بنو ضلع کې وشوه. چېرې چې امنیتي ځواکونو په بریالیتوب سره ۸ نور ترهګر ووژل.

​په بیان کې ویل شوي چې په سیمو کې د نورو هندي پلوو ترهګرو د ختمولو وړلو لپاره د تلاشی عملیات روان دي. امنیتي او قانون پلي کوونکي ځواکونه د “عزم استحکام” تر نامه لاندې، چې د ملي عمل پلان لپاره د فدرالي اپیکس کمیټې لخوا منظور شوی دی، په پورا سرعت سره به د ترهګرۍ خلاف کیمپین ته دوام ورکړي، ترڅو له هېواده د بهرنیو په ملاتړ ترهګرۍ دا ناسور په مکمله توګه له منځه یوړل شي.

نور ولولئ