به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په پاکستان کې د سرو زرو نرخونو یو نوی تاریخي ریکارډ جوړ کړو. د آل پاکستان صرافه جیمز او جیولرز ایسوسی ایشن (All Pakistan Sarafa Gems and Jewelers Association) په وینا، د ۲۴ قیراط یو توله سرو زرو بیه ۵،۸۰۰ روپۍ لوړه شوه، چې له دې وروسته یې نرخ ۴ لکه ۴۰ زره ۹۰۰ روپو ته ورسېدو.

​په هم دی ډول، د ۱۰ ګرامه سرو زرو قیمت هم ۴،۹۷۲ روپۍ زیات شو او ۳ لکه ۷۸ زره روپو ته په نوې تر ټولو لوړې سطحې راغی. په انټرنیشنل بازار کې هم سرو زَر ۵۸ ډالره لوړ شو او په ریکارډ ۴،۱۹۸ ډالر فی اونس قیمت یې تجارت کیږي.

​د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، سږکال د سرو زرو په نرخونو کې نږدې ۶۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی. د دې زیاتوالي عمده لاملونه په لاندې ډول دي: د روسیې-اوکراین جګړه او د غزې-اسرائیل لانجه په څېر جیوپولیټیکل تاو تریخوالی؛ د امریکا ټیرف (مالیات)؛ او د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریز تاوتریخوالي زیاتېدو له امله په امریکا کې د سود کچې کمولو تمې شاملې دي.

نور ولولئ