به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ضلعی کې پر سوات موټروې د ۳ نمبر ټنل سره نږدې یوه ډېره غمجنه ترافیکي حادثه شوې ده. یو ټرک چپه شوی، چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. په مړو او ژوبلو کې نر، ښځې او معصوم ماشومان هم شامل دي.

​د ریسکیو ۱۱۲۲ ملاکنډ ویاند وویل، چې د پېښې خبر اورېدلو سره سم یې د طبي مرستې ټیمونه او ایمبولینسونه سمدستي سیمې ته ورسېدل. د ټریفک پولیس هم هلته موجود وو او ژر یې د مرستې کارونه پیل کړل.

​د موټروې پولیسو او ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونو په ګډه عملیاتو کې ټول اغېزمن شوي کسان له ملبې څخه راوویستل. ټپیان او مړي یې سمدستي د بټخیله ډی ایچ کیو روغتون ته ورسول.

​د روغتون سرچینو تایید کړه چې ۱۵ کسان مړه شوي دي، او ۸ ژوبل کسانو ته یې لومړنۍ طبي مرسته ورکړه. په ژوبلو کې د څلورو حالت ډېر خراب دی. چې د نورې درملنې لپاره سوات ته لېږدول شوي دي.

​لومړنیو څېړنو ښودلې، چې دا ټول زیانمن شوي کسان د سوات ضلعی د بحرین تحصیل د ګبرال سیمې وو. دا یوه کوچیاني کورنۍ وه چې د موسم له امله یې سفر کاوه.

​د ریسکیو ۱۱۲۲ ملاکنډ ویاند وویل، که څه هم پېښه ډېره سخته وه، خو د دوی د ټیمونو پر وخت او مسلکي عملیاتو ډېر قیمتي ژوندونه وژغورل شول. د پېښې د علت موندلو لپاره پلټنې پیل شوې دي.

نور ولولئ