په باجوړ ضلع کښې د پاکستان پوځ د عملیاتو له لارې څلور نور کلي هم د ترهګرو نه پاک کړل. د دغه علاقې انتظاميې اوس ځايي خلکو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړې ده.
د پوځي عملیاتو نه پس کوم کلي چې پاک شوي دي په هغوی کښې بره لغړۍ، درمياني لغړۍ، لره لغړۍ او ډبرۍ وړ ماموند شامل دي. د ضلعي انتظاميې وينا ده چې د دغه سيمو نه ترهګر په مکمله توګه ختم کړی شوي دي او اوس حالات بيخي خوندي دي.
د دغو سيمو د پاکېدو نه وروستو په ځايي خلکو کښې د خوشحالۍ څپه خپره شوې ده څوک چې له ډېره وخته بې کوره شوي وو. ضلعي انتظاميې اعلان کړی دی چې اوس د بره لغړۍ، درمياني لغړۍ، لره لغړۍ او ډبرۍ وړ ماموند اوسېدونکي بې له وېرې خپلو کورونو ته ستنېدلی شي. دغه ګام په سيمه کښې د ژوند معمول حالتونو ته د ستنېدو په لور يو مهم ګام ګڼل کېږي.
په باجوړ کښې عملیات د جولائۍ په ۲۷مه نېټه سهار ۲ بجې هغه وخت شروع شول کله چې ډپټي کمشنر شاهد علي خان د ماموند تحصيل په ۱۶ کلیو کښې د درېو ورځو لپاره کرفیو او د يو خاص پوځي عملیاتو اعلان وکړو. د دې نه مخکښې ډېر کلي پاک کړی شوي وو او خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.