په کابل کې د طالبانو د حکومت د برېښنا وزارت سلاکار او پخوانی وزیر ډاکټر فاروق اعظم د نظامي محکمې په امر نیول شوی دی. نږدې سرچینو ویلي چې نوموړی د شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او وروسته د طالبانو د نظارت ادارې ته انتقال شو. تر دې دمه د طالبانو چارواکو په رسمي ډول نه دي څرګند کړي چې د هغه د نیولو قانوني دلیل څه دی.
په ټولنیزو شبکو کې یو لیک لاس په لاس کېږي چې ښاغلي اعظم خپل زوی ته پکې خبر ورکړی دی. نوموړي په لیک کې لیکلي چې “زه په توقیف کې یم، زما موضوع د ښځو تعلیم، عصري علوم او د امر بالمعروف د قانون د کمزوریو په ګوته کول دي.” سرچینو د دې لیک د رښتینولي تائید کړی او زیاتوي چې د هغه وروستیو څرګندونو مشران ناخوښه کړي وو.
یو شمېر راپورونه وايي چې فاروق اعظم د نجونو د زده کړو د بندیز پر ضد خبرې کړې وې او هم یې غوښتنه کړې وه چې د زلزلې ځپلو سیمو ته ښځینه نرسانې واستول شي. همدغه څرګندونې د طالبانو د مشرتابه د غبرګون سبب شوې دي. سره له دې، تر اوسه لا نه ده روښانه شوې چې د هغه قضیه به په کومه کچه علنی یا رسمي ډول وڅېړل شي.
ډاکټر فاروق اعظم د طالبانو د واکمنېدو وروسته په کابل کې حکومتي دنده ومنله او د برېښنا وزارت سلاکار شو. له دې وړاندې هغه د مجاهدینو په حکومت کې د کډوالو او پوهنې وزیر پاتې شوی، شاعر او لیکوال دی او زده کړې یې په مصر، لبنان او بریتانیا کې کړې دي. نوموړي د ولسمشر غني پر مهال هم د غونډو پر وخت په توندې لهجې نیوکې کولې.