د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې (آی ایس پي آر) له مخې د بلوڅستان په کېچ ضلع کې د شیر بندي په سیمه کې یوه خواشینونکې پېښه وشوه. په دغه برید کې د سړک غاړې بمي چاودنه وه. په چاودنه کې پنځه پاکستاني عسکر شهیدان شول. دا چاودنه هغه وخت وشوه کله چې امنیتي ځواکونه د دغه سیمې د پاکولو لپاره پر عملیاتو بوخت وو.
په دې شهيدانو کې کپټن وقار احمد (۲۵ کلن، د لورالايي اوسېدونکی)، نايک عصمت الله (۳۵ کلن، د ډېره غازي خان اوسېدونکی)، لانس نايک جنيد احمد (۲۹ کلن، د سکر اوسېدونکی)، لانس نايک خان محمد (۲۹ کلن، د مردان اوسېدونکی) او سپاهي محمد ظهور (۲۸ کلن، د صوابۍ اوسېدونکی) شامل دي.
دغو زړورو ځوانانو د هېواد او ولس د ساتنې لپاره خپل ژوند قربان کړو.
آی اېس پي آر ویلي چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پر وړاندې ځوابي عملیات وکړل او ۵ ترهګر یې ووژل. دغه ترهګر د “فتنہ الہند” په نوم ډلې پورې تړلي وو. د سیمې د پاتې ترهګرو د له منځه وړلو لپاره لا هم عملیات روان دي. د پاکستان پوځ ژمن دی چې د ټول هیواد څخه به ترهګري له منځه وړي.