په پاکستان کې د پولیو ۲ نورې پېښې تائید شوې چې ورسره سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۲۶ ته ورسېدو. د این آئی ایچ (NIH) د پولیو د له منځه وړلو سیمه ایزې لابراتوار له مخې دواړه نجونې په شمالي وزیرستان او لکي مروت کې د پولیو ښکار شوې دي.
له دې سره په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د پولیو د پېښو ټولیز شمېر ۲۶ ته ورسېدو. د لابراتوار له مخې تر اوسه پورې ۱۸ پېښې له خیبر پښتونخوا، ۶ له سند، او یوه یوه له پنجاب او ګلګت بلتستان څخه رپوټ شوې دي.
د پاکستان د پولیو د څارنې سیسټم لاندې د روغتیا ملي انسټیټیوټ (NIH) د اګست په میاشت کې له ۸۷ ضلعو څخه د چاپیریال (سیوریج) ۱۲۶ نمونې راټولې کړې وې چې له دې څخه په ۷۵ نمونو کې د پولیو وایرس نه وو.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په سویلي برخو کې د ستمبر له ۱۵ څخه تر ۱۸ پورې د پولیو خلاف کیمپین پیل شوی دی.
واضحه ده چې پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازني هغه هېوادونه دي چې پولیو پکې لا هم یوه سیمه ایزه ناروغي ده. په خاص توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پولیو ټیمونه د امنیتي خطرونو سره مخ دي. چې له امله یې د ویکسین د هڅو مخه نیول شوې ده. د روغتیا د ملي انسټیټیوټ له مخې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۱ پورې له ۲۰۰ زیات د پولیو ضد کارکوونکي د ترهګرۍ ښکار شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی. په وروستیو کې په ټانک ضلع کې یو ډاکټر په شمول درې د پولیو کارکوونکي تښتول شوي دي.